Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64078
تاریخ انتشار : چهار شنبه 10 تله 1398 ساعت : 17:17:12

د دايکندي د پوليسو يو قومندان پر يوې پوليسې پر جنسي تېري تورن شو

د دایکندي د کجران ولسوالۍ امنیې قومندانۍ پولیس مومنه کربلايي وايي، د دغې ولسوالۍ امنیې قومدنان محمد خان بلوڅ ورباندې جنسي تېری کړی دی.

کله چې د ۱۳۹۸ کال د سنبلې په ۱۵مه د دایکندي د امنیې قومندانۍ د تامیناتو مدیر احمد تنوري د کجران ولسوالۍ له امنیې قومندانۍ څخه د نظارت لپاره دغې ولسوالۍ ته تللی و، د کجران ولسوالۍ امنیې قومندان محمد خان بلوڅ هغه د تامیناتو مدیر احمد تنوري سره د نامشروع عمل ترسره کولو لپاره معرفي کړې وه.

مومنه کربلايي وايي، احمد تنوري د نظارت پرمهال د ټولو پر وړاندې هغې سره غیراخلاقي چلند کړی دی.

د هغې په وینا، د روان کال د سنبلې په ۱۶مه د شپې په دولسو بجو محمد خان بلوڅ خپلو ساتونکو ته امر کوي، چې لاړ شي مومنه کربلايي د تامیناتو مدیر ته بوځي.

کربلايي وايي،  کله چې له دغه پلان نه خبرېږي، قضیه ملي امنیت سره شریکوي او د ملي امنیت سرتېري د محمد خان بلوڅ د ساتونکو له رسېدو وړاندې د هغې د کور خوا او شا کې ځای پر ځای کېږي.

هغې وویل، همدا چې سیمې ته د محمد خان بلوڅ ساتونکي رسېږي، د ملي امنیت ځواکونو سره نښته پيلېږي.

نوموړې زیاتوي، چې له دې پېښې وروسته احمدخان بلوڅ هغه خپل دفتر ته ورغواړي او د تمانچې په وسیله ورته ګواښ کوي. «ماته يې وويل، ټلیفون دې راکړه، ټلفون يې رانه واخيست او په زوره یې را باندې جنسي تېری وکړ. ویل یې کوم کار چې د تامیناتو مدیر و نه شوای کولای، زه یې کوم.»

د پولیسو دغه سرتېرې زیاتوي، چې کجران ولسوالۍ کې ورته پام نه دی شوی او اوس د دایکندي مرکز نیلي ښار ته د عدالت غوښتنې لپاره تللې ده او وايي، که چېرې قضيې ته يې رسېدنه ونه شي نو ځان به ووژني.

د دې په وینا، د پولیسو قومندانۍ، د امنیت امر او ان د دایکندي والي یې دوسیې ته هېڅ پام نه دی کړی.

ومو غوښتل دغه راپور کې د کجران ولسوالۍ د امنیې قومندان نظر هم ولرو، خو له پرله‌پسې اړیکو سربېره بریالي نه شولو.

خو د دایکندي د امنیې قومندانۍ د امنیت امر نقیب الله مالستاني وايي، د دغې سرتېرې مېرمنې دوسیه د جنايي پولیسو تر څېړنې لاندې ده، خو د ټاکنو امنیت تامینولو لپاره ځنډول شوې وه.

ماستاني زياتوي، د مومنې کربلايي دوسیه په جدي توګه څېړل شوې او عدلي او قضايي بنسټونو ته یې سپاري.

د يادونې وړ ده، چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د بامیانو د امنیې قومندانۍ د جلب او جذب قومندان او د قرارګاه ټولي قومندان هم د دغې قومندانۍ په مېلمستون کې پر یوې ښځې جنسي تېری کړی و.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.