Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64081
تاریخ انتشار : شنبه 13 تله 1398 ساعت : 17:07:08

په وروستیو اعتراضونو د عراقی ډلو غبرګون

حقیقت دا دی چی د فساد ، بیکاری او کمزورو اجتماعی خدماتو په شان ستونزې هغه مشکلات ندی چی د عادل عبد المهدی په حکومت کی رامینځته شوی وی بلکې له لسیزو مخکې دغه دولت ته په میراث رسیدلی دی .

عراق له تیرې نهې ورځې راهیسې د هغواعتراضونو د بڼه غوره کیدنې شاهد دی چی په لسګونو مړه او ژوبل یې درلودلی دی .

د اعتراضونو دلایلو او جرړو او همداراز له سوله ایزو اعتراضونو تاوتریخوالی ته د غځیدا له دلیلونو چی ورتیر شو ، دغو اعتراضونو په نسبت د عراقی ډلو غبرګون مهم ټکی لری .

لومړی دا چی د عراقی ډلو لخوا په ولسی اعتراضونو غبرګون ګډ ټکی لری . تقریبا د عراقی دولت په شمول ټولو ډلو سوله ایزې مظاهرې  د خلکو حق وباله . د عراقی حکومت په شمول لومړی وزیر او عراقی ډلو هم د اداری فساد ، د مناسبو اجتماعی خدماتو نیشتوالی او د بیکارۍ کړکیچ ندې رد کړی بلکی هغه یې تایید کړی دی . بل ټکی هم دا دی چی دغو ډلو د معترضانو پرضد له هر ډول تاوتریخوالی سره مخالفت کړی دی .

دوهمه موضوع د عراق حکومت په ځانګړی غبرګون پوری اړه لری .  د عراق لومړی وزیر عادل عبدالمهدی د دې په ترڅ کی چی ګرځبندیز ولګوه ، زر کارکونکی یې د فساد په جرم وویستل تر څو وښی چی د خلکو غږ یې اوریدلې دې  او له فساد سره  مقابلې لپاره جدی دی . په عین حال کی عادل عبدالمهدی د عراق خلکو ته په خطاب کی  د څو مهمو ټکیو یادونه وکړه ، دا چی له نسکورونکیو ډلو سره خپله پوله جوته کړی  او همداراز دا چی خلکو د ځان او مال او امنیت ته د ګوزار ورکولو لپاره د دغو اعتراضونو د بدلولو لپاره د عراق د نظام اوحکومت د مخالفانو د اوزاری ګټه پورته کولو اجازه ورنکړی . په عین حال کی د عراق لومړی وزیر د خلکو معیشتی وضعیت په تیره بیا بی وزلو کسانو په وضعیت د ځانګړی غور لپار ه د حکومت د پلان او طرحې خبر ورکړ .

دریمه موضوع دا ده چی یوازې له څو نسکورونکیو شخصیتونو او ډلو پرته هیڅ سیاسی ډلې ، خلک د اعتراضونو دوام ته ندی بللی بلکې د عراق حکومت لخوا د معترضانو د غږ اوریدو او د ولسی غوښتنو د تامینولو لپاره د عملی اقداماتو د ترسره کولو غوښتنه کړی ده .

څلور مه موضوع هم په اعتراضونو په غبرګون کی د عراقی ډلو په دریځونو کی د توپیر علت ده . د عراق په پارلیمان کی د الفتح ایتلاف په شمول ځینو عراقی ډلو د اعتراض کونکیو له غوښتنو د ملاتړ په ترڅ کی د حکومت له اصلاح غواړو اقداماتو هم ملاتړ کړی او د اصلاحاتو لپاره یې حکومت ته د فرصت ورکولو غوښتنه کړی ده . په عین حال کی د صدر ډلې مشر مقتدا صدر او سایرون لیسټ په شمول ځینو عراقی شخصیتونو او ډلو او د عراق پخوانی لومړی وزیر حیدرالعبادی د حکومت د استعفا او د وار مخکې انتخاباتو د ترسره کولو غوښتنه کوی ده . د عراق مرجعیت هم په وروستیو اعتراضونو په غبرګون کی د معترضانو له غوښتنو د ملاتړ په ترڅ کی د اصلاحاتو لپاره حکومت ته د فرصت ورکولو غوښتنه کړی ده .

حقیقت دا دی چی د فساد ، بیکاری او کمزورو اجتماعی خدماتو په شان ستونزې هغه مشکلات ندی چی د عادل عبد المهدی په حکومت کی رامینځته شوی وی بلکې له لسیزو مخکې دغه دولت ته په میراث رسیدلی دی . د عادل عبدالمهدی  له حکومته  له یوه کال کم وخت تیریږی چی د سترو مشکلاتو د اواری لپاره کافی وخت ندی او د وار مخکې انتخاباتو او د حکومت د استعفا په شان لارې چارې نه یوازې د معترضانو د غوښتنو له  تامینولو سره کومه مرسته نه کوی بلکی د حکومت لګښتونه هم زیاتوی .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.