Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64096
تاریخ انتشار : جمعه 3 لړم 1398 ساعت : 13:57:21

کُرد ځواکونو د سوريې له فوځ سره د يوځاے کېدو چمتووالے اعلان کړ

«د سوريې ډېموکرېټک ځواکونه»نومې ډلې چې اصلي ډانچه يې کُرد ملېشا ځواکونه تشکيلوي د سوريې له فوځ سره د يوځاے کېدو لپاره د خپل چمتووالي خبر ورکړ.

د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې د سوريې د ډېموکرېټک شورا چې د دغه هېواد د ډېموکرېټکو ځواکونو د ډلې سياسي څانګه ګڼل کيږي ګډ مشر رياض درار پرون د لبنان له الاخبار ورځپاڼې سره په مرکه کښې د سوريې په شمال د ترکيې له فوځي يرغل سره د مقابلې لپاره کُردمېشته سيمو ته د حکومتي ځواکونو د ننوتلو لپاره د سوريې د فوځ او کُرد ځواکونو ترمېنځ موافقې ته په اشارې سره تاکيد وکړ، د دغه هېواد ډېموکرېټک ځواکونه به بالاخره د سوريې له فوځ سره يوځاے شي.

د سوريې د ډېموکرېټکو ځواکونو د اطلاع رسونې د مرکز مشر مصطفی بالي هم پرون وويل، په سوريې کښې د ملي پخوله ينې د ټينګېدو په صورت کښې به دغه ډله غوره کړې شوې ټولې فېصلې ومني.

د سوريې په شمال د ترکيې د فوځ له حملې وروسته د سوريې دکُرد ډېموکرېټکو ځواکونو د سوريې له حکومته وغوښتل چې د دغه هېواد د شمالي سيمو کنټرول دې په لاسو کښې واخلي او د ترکيې د حملو په وړاندې دې له هغوي محافظت وکړي. چې د سوريې حکومت هم د هغوي دغه غوښتنه ومنله.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.