Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64110
تاریخ انتشار : چهار شنبه 8 لړم 1398 ساعت : 18:00:05
امام خامنه‌ای:

د هیوادونوزړه سواندی دې پوه شی، اصلی لومړیتوب دناکراریو درملنه ده

د اسلامی ایران ددرستو قواؤ ستر قوماندان یا کمانډر انچیف په دغو دستورو کې وفرمائیل ؛د خباثتونو او خطرناکو کینو عاملان،پیژندل شوی دی او ددغو پیښو ترشا،د سیمې د ځینو مرتجعو هیوادونو په مالی ملاتړ سره د امریکا او لویدیځ استخباراتی ادارې دی .

د اسلامی انقلاب معظم لارښود  حضرت آیت ا... العظمی امام خامنه ای نن د خاتم الانبیاء هوا فضا دفاعی نظام په پوهنتون کې د   ایران داسلامی جمهوریت د پوځ  د افسری پوهنتونونو د محصلینو د فارغ التحصیلانو او  لوړې په ګډو  اولسمو دستورو کې  دسیمې له ځینو  هیوادونو څخه د امنیت دزبیښلو لپاره  د د ښمنانو پلانونې ته په اشارې سره  وفرمائیل ، دعراق او لبنان زړه سواندی دې پوه شی ،  د دوی اصلی لومړیتوب ،  د ناکراریو درملنه ده او ددغو هیوادونو  خلک دې هم پوه شی ، چې  د هغوی په حقه غوښتنې، یوازې د قانونی جوړښتونو په چوکاټ کې د تامین وړ دی .

  د اسلامی ایران ددرستو قواؤ  ستر قوماندان  یا کمانډر انچیف  په دغو دستورو کې وفرمائیل ؛د خباثتونو  او خطرناکو کینو  عاملان ، پیژندل شوی دی او  ددغو پیښو ترشا ،د سیمې د ځینو مرتجعو  هیوادونو په مالی ملاتړ سره د  امریکا او لویدیځ استخباراتی  ادارې دی .

 حضرت آیت ا... العظمی امام خامنه ای  په یوه هیواد تر ټولو ستر ګوزار، د  هغه د امنیت سلبول  وبلل او روښانه ئې کړه،دښمنانو دغه شان تفکر او نظر د ایران لپاره هم د رلودل،خو د ایران ملت په هوښیارتیا او ځیرتیا سره په موقعې  په ډګر کې شتون درلود او وسلوال ځواک هم  تیار ؤ او  هغه  دسیسه ئې شنډه کړه .

د اسلامی انقلاب ستر لارښود په تیرې یوې پیړۍ کې په هند براعظم، ختیځی او لویدیځی آسیا او شمالی او مرکزی افریقا کې د انګریز،فرانسوی او امریکائی پوځونو  ځینو جنایتونو ته په اشارې سره ،ووئیل ؛د  استعماری  قدرتونو د پوځونو اصلی مسئولیّت  په نورو هیوادونو تیری ، غصبول او ګوزار ورکول دی ، خو  د ایران د اسلامی جمهوریت  دپوځ په منطق او فلسفې کې ،ددې په ترڅ کې چې دفاع پخپل ځای کې پیاوړی  اوقدرتمنه ده ، خو تیری  هیڅ ځایګئ نه لری .  

 حضرت آیت ا... العظمی امام خامنه ای   په ۳۳ورځنی  او ۲۲ورځنی جنګونو او همداراز په اوه ورځنی  جنګ کې  د حزب ا... غورځڼګ د ځوانانو او د فلسطینیو میړنیو ځوانانو  په وړاندې د صهیونیسټ رژیم د دومدارې ناکامۍ ، د الهی ژمنو  دپوره کیدا عینی بیلګې وبللې  او زیاته ئې کړه ،  په لویدیځی آسیا سیمې کې د استکبار ناکامی ، له ډیرو زیاتو لګښتونو او په دغو ماتو د هغوی له خپلو اعترافاتو سره سره ، د الهی ژمنو د پوره کیدا نوره مثالونه او بیلګې دی .

د ایران د درستو قواؤ ستر قوماندان  او کمانډر انچیف  ټینګار کی ، په غزې کې د بیرته ستنیدا د حق لاریونونه به ، یوه ورځ  خپل ټاټوبی ته د فلسطنیانو د بیرته ستنیدا سبب شی .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.