Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64116
تاریخ انتشار : شنبه 11 لړم 1398 ساعت : 15:52:21

عبد الله عبد الله د ولسشمر غني د سولې طرحه یوازې هیله یاده کړه

د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبد الله عبدالله هغې طرحې باندې نیوکه کړې، کوم چې ولسشمر غني سولې ته د رسیدو په درشل کې اووه ماده ییزه لیکنه کړې ده.

ولسمشر محمد اشرف غني سولې ته د رسیدو په موخه یوه اووه ماده ییزه نسبي اوږد مهاله طرحه لیکلې ده، چې اوس یې د حکومت شریک هغه طرحه یوازې هیله یادوي.

ښاغلي عبدالله له یوې رسنۍ سرخ په خبرو کې وویل، چې د سولې لپاره باید لومړی یو هوډ رامنځته شي، او له هغه وروسته د سولې په یوې طرحې کار وشي.

عبد الله عبد الله سولې د رسیدو په موخه د ولسشمر غني ده طرحې په اړه وويل، چې د دغې طرحې په اړه ولسشمر غني دننه په حکومت کې او له حکومت څخه بهر له چا سره مشوره نده کړې.

هغه وویل:
“دغه طرحه چې پرې بحث کیږي تر ډیره توضیحات دي،  هیلې دي چې لیکل شوې دي”

ولسمشر محمد اشرف غني له طالبانو سره سولې ته د رسیدو په موخه یوه داسې طرحه لیکې چې او پړاونو کې به عملي کیږي.

د طرحې لومړۍ ماده کې ولسشمر غني امریکا او ناتو ته وړانديز کړی چې له افغانستان څخه  د امریکايي سرتیو له وتو وروسته په ګډه د ترهګړۍ پر وړاندې د مبارزې برخه عملي پلان جوړ کړي.

د طرحې دویمه ماده کې ولسمشر غني له خبرو وړاندې له طالبانو ده دوه اړخیز اوربند غوښتنکی دی، ځکه په وینا دا به ښکاره شي چې طالبانو د قومندې یووالی ساتلی اوکنه.

دریمه ماده تر ډیره پر ګاونډې هېواد پاکستان راڅرخي، چي کلونو کیږي افغانستان کې له وسلوالو ډلو او په تیره بیا له طالبانو په ملاتړ تورن هېواد دي.

ولسشمر غني غواړي له پاکستان څخه ډاډ تر لاسه کړي، چې نور سیمه کې ترهکرو ته روزنه او پټنځایونه نه ورکوي.

څلور ماده کې راغلي چې له ګاونديو، سیمې او اسلامي نړۍ هېوادون سره خبرې کول دي، چې د ولسمشر د طرحې له مخې دا کار متقابلې نه لاسوهنې ډاډ د افغانستان او نورو هېوادونو تر منځ – رامنځته کوي.

پنځمه ماده کې ولسشمر غني هوډ لري چې له نړیوالو بنسټون اروپايي ټولنه، ملګري ملتونه، نړیوال بانک او داسې نور بنسټونه له ځان سره ملګري وساتي، تر څو د پراختیایي خپرونو په عملي کولو کې ورسره ښکیل وي، داسې چې د سولې له هوکړې وروسته هم اوږد مهاله مرستو ته دوام ورکړي.

شپږمه ماده بیا په ملي کچه د بنسټونو پیاوړي کول دي، چې د افغانستان امنیتي ځواکونه هم پکې شامل دي.

وروستۍ ماده کې بیا تر ډیره افغانستان کې دننه د ستونزو د څرنګوالي او ورته د حل لار موندلو باندې غور شوی دی.

سیاسي شنوونکي احمد سعیدي خامه پړس سره په خبرو کې د ولسمشر غني لخوا جوړه شوې طرحه له امریکا سره په تضاد کې یاده کړه، ښاغلي سعیدي وویل چې د سولې لپاره د ولسمشر غني جوړه شوې طرحه، سره له دې چې خپلې ښیګنې او ستونزې لري، خو د امریکا له غوښتنو سره په ټکر کې ده.

ښاغلي سعیدي همدا راز وویل، چې د ولسمشر غني ايوزیسیون  بله طرحه لري، هغه ووویل چې حامد کرزی او د هغه پلویانو سولې ته د رسیدو او له طالبانو سره د خبرو لپاره بله طرحه لري. ښاغلي سعیدي وويل، چې د ولسمشر غني لخوا جوړه شوې طرحه یوه افغانۍ طرحه ده چې د ولسمشر غني په آند د پنځو کلونو په ترڅ کې به عملي بڼه خپله کړي، خو ښاغلی سعیدی وايي، چې فکر نکوي دغه طرحه د امریکا او طالبانو له لوري ومنل شي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.