Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64124
تاریخ انتشار : دوشنبه 13 لړم 1398 ساعت : 17:18:13

پخواني ولسمشر حامد کرزي بغلان او پکتیا ولایتونو کې د ملکي وګړو په وژل کیدو خواشینې ښودلې

د افغانسان پخوانی ولسمشر حامد کرزي د یوې اعلاميې په خپرولو سره  پکتیا ولایت آریوب ځاځیو او د بغلان ولایت په ډنډ شهاب الدین ولسوالیو کې د بې پیولوټه الوتکو په بمبارد او دماین په چاودنه کې  ملکي خلکو د تلفاتو پر اوښتو خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

حامد کرزي د ملکي خلکو پر وړاندې نظامي عملیات په هر عنوان چې وي بشري ضد جنایت او د ټولو انساني او اسلامي اصولو خلاف کار بولي، خبرپاڼه کې حامد کرزي له ټولو افغانانو غوښتي، چې په هېواد  کې د روان ناورین څخه د خلاصون لپاره پر ملي ټغر راټول شي، او د بین الافغاني مذاکراتو له لارې سولې ته د رسېدو هلې ځلې وکړي.

 پخواني ولسشمر حامد کرزي دا څرګندونې نن دوشنبه د لړم میاشتې په ۱۳ مه نېټه په داسې کړي دي، چې نن سهار د بغلان ولایت ډنډ شهاب الدین سیمه کې د یو ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې اته ملکي کسان ووژل شول او شپږ نور ټپیان شول.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.