Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64126
تاریخ انتشار : سه شنبه 14 لړم 1398 ساعت : 18:07:37

د امام عسکری عليه السلام د شهادت د کلیزې تسلیت ومنئ

د بني عباسو خليفه ګانو او د هغوي چاروالو اوريدلي وو چې امامان دولس دي او دولسم به يې له غيبته او بيا څرګندوې وروسته د ظالمانو ټغر ټول کړي، باطل حکومتونه به ختم کړي او نړۍ به له عدل و انصاف ډکه کړي. دامام هادي عليه السلام د دوران په پايې کښې خليفه ګان په دې خبره ډير انديښمن وو او امام هادي عليه السلام به يې ډير سخت څارۀ او غوښتل يې چې د امام ځوې ونۀ شي. حتي امام يې څو ځله بندي کړ اوبالاخره چې کله امام ته د خلقو تګ راتګ ډير زيات شو او د معتمد عباسي د صبر جام ډک شو نو د امام د شهيدولو فيصله يې وکړه امام ته يې په پټه زهر ورکړل او هجرت د 260 کال د ربيع الاول په اتمه نيټه يې شهيد کړ.

په ټولنه کښې د امام نفوذ او په تيره بيا د علويانو د بلوا کولو ويرې عباسي معتمد ډير وويرولو چې داسې نۀ وي د هغۀ لخوا امام ته د زهر ورکولو خبره څرګنده شي نو په هرې ممکنې طريقې سره يې هاند وکړ چې دا جرم پټ کړي.

ابن صباغ مالکي په " فصول المهمه" کتاب کښې د عباسي دربار د يو درباري عبدالله بن خاقان له خلې ليکي: د امام ابو محمد حسن بن علي عسکري عليه السلام د شهادت په وخت د عباسي خليفه حالت بدل شو دومره چې مونږ يې حيرانه کړو او دا خيال مو هم نۀ کوؤ چې د وخت د خليفه چې دومره قدرت او طاقت په لاس کښې لري، حالت دومره بدل شي. کله چې امام ناروغ شو نو خليفه د خپل دربار پنځۀ خاص فقيهان د امام کور ته وليږل. او حکم يې ورکړ چې د ټولو پيښو راپور دۀ ته ورکړي. او قاضي بن بختيار ته يې حکم ورکړ چې لس باوري کسان د امام کور ته وليږي. او د امام د حالت خبره دۀ ته ورکوي. دوه درې ورځې پس خليفه ته خبر ورکړې شو چې د امام حالت ډير بد شوې دی او د رغيدو امکان يې کم دی. خليفه حکم ورکړ چې شپه او ورځې دې د هغوي حفاظت او خدمت وکړې شي. تر دې چې څو ورځې ورسته امام له دې فاني دنيا سترګې پټې کړې. کله چې د امام د شهادت خبر په سامرا کښې خپور شو نو ټول بازارونه او دکانونه بند شول او په سامرا کښې ژړا انګوله شوه.بني هاشمو، درباريانو، دلښکر قوماندانانو، قاضيانو، شاعرانو، فقيهانو او حتی ټولو پرګنو د امام په جنازه کښې ګډون وکړ. او په سامرا کښې د قيامت منظره وه. کله چې جنازه کښې خاورو ته سپارلو ته تياره شوه. نو خليفه خپل ورور عيسی بن متوکل راوستولو چې د جنازې مونځ وکړي. کله يې چې جنازه د مانځه لپاره په زمکه کيښوده نو عيسي ورنيږدې شو د امام له مخ يې کفن هسک کړ او علويانو، عباسيانو، قاضيانو، ليکوالو او شاهدانو ته يې وښودلو او وې ويل دا ابو محمدعسکری عليه السلام دی چې په خپل مرګ وفات شوې دي. او د خليفه پلانکي درباريان پرې شاهدان وو.

د امام د وفات نيټه د هجرت 260 کال د ربيع الاول اتمه د جمعې ورځ ده. او هغه حضرت په هغه کوټه کښې چې د پلار قبر يې هم پکښې ؤ. خاورو ته وسپارل شو. نو له دغو خبرو څرګنديږي چې په ټولنه کښې د امام څه پوزيشن ؤ. او حکومت له دوي ولې انديښنه لرله. او دا چې خليفه د امام د زهرژنولو له ښکاره کيدو ويردۀ او په تللو پلانونو سره يې کوشش کوؤ چې د امام شهادت يوه طبيعي پيښه وښائي. چې ګوندې امام په خپل مرګ وفات شوی دی. عباسي معتمد د امام حسن عسکري عليه السلام له شهادته وروسته ظاهرا د امام د مور او ورور جعفر تر مينځ د امام د ميراث په ويشلو سره کوشش وکړ چې د دوي منونکي د ورستي امام له وجوده نهيلي شي. خو په پټه يې خپلو کار کوونکو ته حکم ورکړو چې هر ځايې لټ په لټ کړي او کۀ د امام ځوې مو وموند نو له منځه يې يوسي.

خو د زمانې امام يعني دولسم امام يې پيدا نۀ کړې شو. او خدايې پاک هغه د دښمنانو له شره خوندي کړ او کۀ څۀ هم امام حجه ابن الحسن مهدي (عج) د ظالمانو له شره د بچ کيدو لپاره له خلقو سره څرګندې اړيکې او رابطه نۀ لرله او د خدايې په حکم پټ او غائب شو خو د امام حسن عسکري عليه السلام ځانګړي او خاص ملګري چې امام مهدي(عج) يې په وړوکوالي کښې ليدلي ؤ، د امام په شته والي ډاډا من ؤ او د امام حسن عسکري عليه السلام د وفات په وخت هم چې کله جعفر غوښتل چې په امام د جنازې مونځ وکړي امام مهدي(عج) راڅرګند شو او د خپل پلار په جنازې يې مونځ وکړو. او د لنډ غيبت په ټوله موده کښې هم د امام منوونکوله دوي سره د خاصو نائبانو په ذريعه ارتباط درلود او امام به ددغو نائبانو په ذريعه پوښتنو ته ځوابونه ورکول او ددغه نائبانو په لاس يې ډيرې معجزې او کراماتونه وکړل چې د دوستانو او منونکو اطمينان او ډاډ پرې ورځ په روځ زيات شو.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.