Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64129
تاریخ انتشار : سه شنبه 14 لړم 1398 ساعت : 18:17:08

افغان ځواکونو په پغمان ولسوالۍ کې چاڼیز عملیات پیل کړل

دفاع وزارت په ډاګه کړې، چې افغان ځواکونو د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد چاڼیز عملیاتو پیل کړي دي.

دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د سې شنبې پر سهار( د لړم ۱۴) امنیتي او دفاعي ځواکونو د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ په اړوند سیمو کې چاڼیز عملیات پیل کړل، چې پر مهال یې درې وسلوال طالبان وژل شوي دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛  دوه وسلوال طالبان د دې ولسوالۍ د ارغندې په دهګانانو په اړوند سیمه او بل وسلوال یې د دې ولسوالۍ په بادام قل سیمه کط وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې د طالبانو د وسلو یوه زیرمه د ارغندې د شیرعلی غره په لوړو برخو کې ویجاړه شوې او اته توغندي، چې پر کابل ښار توغولو ته چمتو شوي وه هم له منځه وړل شوي دي.

طالبانو د دغو عملیاتو د پیل په اړه تر دې دمه څه ندي ویلي.

پغمان کابل ته نږدې د خلکو د چکر یوه ولسوالي ده، چې له تېرو څو کلونو راپدیخوا په کې وسلوال طالبان پراخې هڅې تر سره کوي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.