Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64132
تاریخ انتشار : پنج شنبه 16 لړم 1398 ساعت : 12:26:35

د یوې څېړنې له مخې افغانستان او وینزویلا د نړۍ تر ټولو نا امنه هېوادونه بلل شوي

په امریکا کې د ګالوپ په نامه د یوې ادارې د نظر پوښتنې له مخې  افغانستان له وینزویلا هېواد وروسته د نړۍ تر ټولو نا امن هېواد دي.

ګالوپ؛ امریکا کې یوه څېړنیزه اداره ده چې ۱۴۲ هېوادونو کې یې د امنیتي وضعیت په تړاو له خلکو نظر پوښتنه کړې ده، په دغه څېړنه کې افغانستان له سلو امتیازونو څخه ۳۸ هغه خپل کړي دي، او له وینزویلا وروسته تر ټول نا امن هېواد بلل شوی دی.

د ګالوپ دغه څېړنه له ۱۵۲۰۰ کسانو د نړۍ په ۱۴۲ هېوادونو کې ترسره شوې ده.

د څېړنې د مالوماتو پر بنسټ افغانستان کې له پوښتل شویو کسانو پنځوس سلنه یې د غلو لخوا لوټ شوي ډی، ۲۰ سلنه نورو ویل چې بریدونه پرې شوي دي.

د څېړنې له مخې افغانستان کې له  سلو کسانو یوازې ۱۳ سلنه د شپې لخوا د تګ راتګ پر مهال ځانونه خوندي احساسوي، او ۲۲ سلنه افغانان بیا پر خپلو پولیسو باوري دي.

تاجکستان، سینګاپور او عربستان هغه هېوادونه دي، چې د ګالوپ د څېړنې پر بنسټ تر ټولو امن ګڼل شوي دي


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.