Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64133
تاریخ انتشار : پنج شنبه 16 لړم 1398 ساعت : 12:29:07

د ایران د فردو اټومی مرکز فعالیت له سره پیل شو

تسنیم خبری اژانس وایی د ایران د اسلامی جمهوریت د اټومی انرژۍ ادارې نن سهار وختی د یورانیمو د پخولو لپاره په قم کښې د « فردو» په نوم د شهید علی محمدی د اټومی تاسیساتو د فعالیت د بیا پیلیدا خبر ورکړ .

د ایران د اټومی انرژۍ ادارې وویل د یورانیمو دپخولو لپاره د فردو  اټومی مرکز د فعالیت دبیا پیلولو په هکله نن سهار وختی  د ولسمشر حسن روحانی په حکم سره په دغه مرکز کښې سانټری فیوژونو ته د ګازونو پچکاری کول او د پاخو شویو یورانیمو د راغونډولو عملیات پیل شول .

د ایران د اټومی انرژۍ ادارې د اعلان پراساس د قم د فردو په شهید علی محمدی اټومی تاسیساتو کښې د یورانیمو د پخولو په هکله ټول اقدامات د اټومی انرژۍ د نړیوال اژانس تر څارنې لاندې ترسره شوی دی .

پرون د ایران داټومی ژمنو د کمولو د څلورم (۴)  ګام  د اجرا په لړ کښې دوه زره اته سوه(۲۸۰۰) کلوګرامه مخزن چې کابو دوه زره (۲۰۰۰)کلوګرامه هیګزا فلورایډ یورانیم ګاز پکښې وو د اټومی انرژۍ د نړیوال اژانس د پلټونکو تر څارنې لاندې له نطنز اټومی مرکز څخه فردو اټومی تاسیساتو ته له انتقالیدا وروسته د شهید علی محمدی د اټومی تاسیساتو هال ته یوړل شول .

د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی په تیرې سه شنبې ورځ د تهران د  اټومی ژمنو دکمولو د څلورم(۴) ګام د اجرا کولو په اعلانولو سره وویل د اټومی تړون ټولې خواوې باید پوهې شی چې  ایران نشی کولای په یواړخیزه ډول اټومی موافقې ته پاې بند ووسی .

هغه وویل د ایران د اټومی ژمنو دکمولو څلورم(۴) ګام د تیرو دریو (۳) ګامونو په شان د بیرته ستنیدا وړ دی او که چیرې د اټومی تړون ټول لوری خپلو ژمنو ته ورستانه شی نو دایران اسلامی جمهوریت به هم خپلې ژمنې اجرا کړی .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.