Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64138
تاریخ انتشار : شنبه 18 لړم 1398 ساعت : 11:10:22

حامد کرزي د بیان آزادۍ او مطبوعاتو پر وړاندې د ګواښونو پر ډیروالي اندېښنه ښودلې ده

پخواني ولسمشر حامد کرزي د بیان آزادۍ او د مطبوعاتو د غړیو پر وړاندې د ګواښونو په زیاتیدو خپله ژوره اندېښنه ښودلې، او د سیاسي شنوونکو پر وړاندې ورستیو وسلوالو بریدونوته په اشارې ویلي، چې دا هېواد کې د بیان آزادۍ  د خپولو په مانا ده.

خبرپاڼه کې راغلي، چې د بیان آزادي او له دغه حق څخه د خلکو د ساتنې په موخه کار اخیستل د افغانستان د ورستیو کلونو لاسته راوړنه  بلل کیږي.

د هغو وګړو پر وړاندې برید ترسره کول چې له خپل حق څخه دفاع کوي د خلکو د آزدۍ پر وړاندې  جدي ګواښ دی، ښاغلي کرزي همداراز ویلي، چې د افغانستان خلکو په هر ډول شرایطو کې له خپل حقونو او آزادۍ دفاع کړې، او د بیان ازادۍ د پلې کیدو غوښتوونکي دي. پخواني ولسمشر ویلي، د بیان آزادۍ  او د خلکو ساتنه د امنیتي ادارو اصلي دنده ده، او خلک حق لري، چې د قانون ماتونې، بې عدالتۍ او د سولې د تأمین لپاره چې د خلکو حیاتي مسئله ده، پر وړاندې غږ پورته کړي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.