Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64142
تاریخ انتشار : يکشنبه 19 لړم 1398 ساعت : 18:59:03

محسن رضايي افغانستان ته د تکواندو برخه کې د سرو زرو مډال وګټه

محسن رضایي چین هېواد کې د نړۍ آزادو سیالیو په لړ کې د سرو زرو مډال ترلاسه کړ، او د افغانستان لپاره یې ویاړ په نصیب کړ.

دغه سیالۍ چين هېواد کې د شپاړس هېوادونو د لوبغاړو په ګډون پیل شوې وې، چې ۴۷۱ د تکواند لوبغاړو پکې ګډون درلود، او له  افغانستان څخه هم د تکواندو لوبغاړو ګډون درلود.

 د افغانستان لپاره محسن رضايي د سرو زرو او او فرزاد منصوري د سپینو زرو مډال ترلاسه کړ.

محسن رضايي ۵۸ کیلو وزن کې سیالۍ ترسره کړې، چې د خپل پنځو سیالانو په ماتولو سره یې د سرو زرو مډال د افغانستان په نوم کړ.

د افغانستان د تکواند برخې تر ټولو ارښتناکه لاسته راوړنه له دوو المپیکي سیالیو څخه د مډال ګټل دي، چې د روح الله نیکپا لخوا په ۲۰۰۸ او ۲۰۱۲ کلونو کې تر لاسه شوي دي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.