د پاکستان پخوانی ولسمشر پروېز مشرف په اعدام محکوم شو
د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې اسلاماباد کې ځانګړې محکمې د دې هېواد پخوانی ولسمشر پروېز مشرف له هېواد سره د خيانت په تور په اعدام محکوم کړ.
يادې محکمې اعلان وکړ، چې پوځي ولسمشر پروېز مشرف د اساسي قانون ماتونې او خیانت په تور په اعدام محکوم شوی دی.
پروېز مشرف په ۱۹۹۹ کال کې د یوې پوځي کودتا له لارې نواز شریف له دندې ګوښه کړ او د هېواد مشري یې په لاس کې ونيوله.
دا د پاکستان په تاریخ کې لومړنی پوځي واکمن دی چې د اساسي قانون ماتونې په جرم درنه سزا ورکول کېږي.
د افغان ایرکا خبري اژانس