Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64299
تاریخ انتشار : يکشنبه 8 مرغومی 1398 ساعت : 16:26:01

افغان لوبغاړي خپل روس سیال مات کړ

د آزادو لوبو لوبغاړي حسین بخش صفري خپل روس سیال د هغه په کور کې ماته کړ او بریا یې د افغانستان په نوم کړه.

حسین بخش صفري چې په لومړي ځل د روسیې آزادو لوبو ( فايټ نايټ ) کې ګډون کړی و، بریالی شو چې خپل سیال د هغه په کور کې مات کړي او بریا خپله کړي.

ښاغلي صفري له خپل سیال سره درې رونډه د لوبو په قفس کې لوبه وکړه چې په پایله کې یې سیالۍ د نمرو په توپیر وګټله.

د دغه افغان لوبغاړي بریا په افغانستان کې د خلکو له لوري ښه بدرګه شوه، او پر خواله رسنیو افغانانو خپله خوښې څرګنده کړه.

ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم د حسین بخش صفري بریا ستایلې، او نوموړي ته یې مبارکي ورکړې ده.

حسین بخش صفري تر دې وړاندې کابل کې هم د آزادو لوبو څو سیالۍ ترسره کړي چې ټولې لوبې یې ګټلې وې.

دغه افغان لوبغاړی د ( جوجیتسو ) په لوبو کې هم خورا غښتلی لوبغاړی دی چې څو ځلې یې د افغانستان لپاره ویاړ راوړی دی، چې تر ټولو لوی ویاړ یې د آسیا په کچه د جوجیتسو لوبو کې د سرو زرو مډال ګټل دي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.