Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64375
تاریخ انتشار : چهار شنبه 25 مرغومی 1398 ساعت : 18:00:21

د بشري حقونو څار ډلې په افغانستان کې د ۲۰۱۹ کال ملکي تلفات هیښوونکي بللي

د بشري حقونونو نړیوالې څار ډلې په افغانستان کې په ۲۰۱۹ کال کې د ملکي تلفاتو کچه هیښوونکې بللې ده.

دغه سازمان ویلي چې په افغانستان کې د ۲۰۱۹ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو د عملیاتو پرمهال د ملکي تلفاتو کچه د طالبانو له لوري د اوښتو تلفاتو له کچې لوړه ده.

د افغانستان ملي دفاع وزارت بیا دغه رپوټ ردوی او وایي چې طالبان د ملکي تلفاتو لوی عاملین دي.

د دغه سازمان په رپوټ کې راغلي چې په ۲۰۱۹ کال کې د ملکي تلفاتو ترڅنګ، طالبانو هم د خلکو شکنجه کولو، خپلسري وژنو او د زندانیانو ربړولو باندې لاس پورې کړی دی.

دافغانستان د بشري حقونو کمیسیون هم په دې برخه کې اندیښنه ښودلې او د جګړې ډګرونو کې د نښتو قوانینو په پام کې نیولو باندې ټینګار کړی دی.

اسیایي هیوادونو لپاره د نړیوالې ټولنې د بشري حقونو د څار ډلې مرستیالې پاتریشیا ګوسمن ویلي: "د جګړو ښکیلو غاړو د جګړو دوام سره په ښکاره ډول جنګي قوانین او مقررات تر پښو لاندې کړي دي او دغه ستونزه ملکي وګړو ته د تلفاتو د اوښتي لامل شوې ده."

دغه سازمان په افغانستان کې د جګړې ټولې غاړې په جنګي جنایت تورن کړي دي.

د بشري حقونو نړیوالې ادارې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د جنګي جنایتونو د څیړنې غوښتنه هم کړې ده.

د شمیرو له مخې د ۲۰۱۹ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې نږدې څلور زره ملکي وګړي وژل شوي او ټپيان شوي دي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.