Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64387
تاریخ انتشار : يکشنبه 29 مرغومی 1398 ساعت : 17:48:45

د پکتیا روغتيايي مرکزونو ته د طالبانو خبرداری؛ له پاکستاني درملو ګټه واخلئ

 پکتيا کې د هېواد په نامه د روغتیايي خدمتونو وړاندې کوونکې موسسې مسوولان وايي چې وسله‌والو طالبانو له هېواد موسسې غوښتي چې روغتيايي کلنيکونو ته درمل له پاکستانيو کمپنيو وپېري، د دوی ناروغانو لپاره اسانتیاوې برابرې او روغتیايي کارکوونکيو ته يې معاشونه ورکړي.

د هېواد موسسې رييس ډاکټر فضل الرحمان منګل وايي، چې وسله‌الو ترې د دوی د درملنې لپاره د يو شمېر روغتيايي کارکوونکيو د ګمارنې غوښتنې هم کړي او دوی دا موضوع له خپلې مرکزې ادارې سره شريکه کړې او نه‌شي کولای وسله‌والو ته دا اساتیاوې برابرې کړي.

د پکتیا ولایتي شورا غړي هم د وسله‌والو له لوري پر روغتيايي خدمتونو محدوديت وضعه کولو اندېښمن کړي او وايي، د طالبانو دا ډول کړنې عام ولس ته زيان رسوي او د جګړې ټولې خواوې بايد له دې چارې لاس واخلي ګنې، د خلکو له کلک غبرګون سره به مخ شي.

د پکتيا د ولايتي شورا غړي تاج محمد منګل او سخي جان وفايار وايي، د طالبانو یو شرط دا دی چې روغتیايي موسسې به له هغو پاکستانیو کمپنیو درمل پېري چې دوی یې وړاندیز کوي.

د پکتیا د والي وياند عبدالله حسرت هم دا مني چې وسله‌والو طالبانو د دې ولایت بېلابېلو  ولسوالیو کې د هېواد پر موسسې فشار راوړی تر څو یې غوښتنې و مني؛ خو زياتوي چې د وسله‌والو زور ته نه تسليمېږي.

د وسله‌والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي هېواد موسسه د خلکو لپاره لازم روغتيايي خدمتونه نه وړاندې کوي او دوی د ځان لپاره نه بلکې د خلکو لپاره ترې د اسانتیاوو برابرولو غوښتنه کړې ده.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.