Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64391
تاریخ انتشار : يکشنبه 29 مرغومی 1398 ساعت : 18:07:06

ملابرادر: امریکایان د ووځي موږ له حکومت سره هوکړې ته رسېدلی شو

د طالبانو د قطر سیاسي دفتر مشر ملاعبدالغني برادر یو ځل بیا له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو پر وتلو ټینګار کړی دی.

د افغان ایرکا خبري اژانس د خبر له مخې د خبر له مخې ملا برادر له پي بي اس تلوېزیوني چینل سره مرکه کې ویلي، چې امریکا افغانستان ته په راتګ لویه تېروتنه وکړه.

دی وايي، افغانستان ته د امریکایانو د راتګ یو لامل د اسامه بن لادن له منځه وړل و چې اوس هغه نشته دی او دوی مجبور دي چې له خپلې خاورې څخه دفاع وکړي.

نوموړي زیاته کړې، که چېرې د امریکا مداخله نه وای نو په افغانستان کې به روان تاوتریخوالی هېڅکله نه و رامنځته شوی.

ملابرادر کورنیو ستونزو ته په اشارې زیاته کړې امریکا دې و وځي، طالبان له افغان حکومت سره هوکړې ته رسېدلی شي.

هغه د ښځو حقونو ته په اشارې ویلي، دوی به ښځو ته ټول هغه حقوق ورکړي چې په اسلام کې ورته ورکړل شوي دي او که چېرته هغوی د کار کولو غوښتنه وکړي نو د اسلام د مقدس دین په رڼا کې به ورته دا اجازه هم ورکړي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.