Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64392
تاریخ انتشار : يکشنبه 29 مرغومی 1398 ساعت : 18:08:05

د قطر او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو پر افغان سوله خبرې کړې دي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي قطر ته تللی او هلته یې له خپل قطري سیال محمد بن عبدالرحمن بن جاسم الثاني سره کتلي دي.

د افغان ایرکا خبري اژانس د خبر له مخې قریشي او محمد بن عبدالرحمن په دغه کتنه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د روانو مذاکراتو په اړه خبرې اترې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې هیله څرګنده کړې، چې د اسلام آباد په همکارۍ او د سولې خبرو پر بنسټ به د افغانستان کړکېچ پای ته ورسېږي.

نوموړي ټینګارکړی، چې هېواد یې د افغان سولې په روان بهیر کې بشپړه همکاري کوي او داسې ښکاري، چې د افغانستان کړکېچ پای ته رسېدونکی دی.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت پر وېبپاڼه اعلامیه وايي، په دغه کتنه کې دواړو لورو د همکارۍ په دوه اړخیزو اړیکو او په سیمه کې پر پرمختګ او پر نورو مهمو مسلو خبرې وکړې.

د یادونې ده، چې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د تېرې جمعې پر ورځ په واشنګټن کې له خپل امریکايي سیال مایک پومپیو او ځینو نورو امریکايي چارواکو سره هم د افغان سولې په برخه کې د پاکستان د همکاریو په اړه خبرې کړې دي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.