Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64393
تاریخ انتشار : يکشنبه 29 مرغومی 1398 ساعت : 18:09:30

ملا فضل الرحمن: افغان جګړې ته د ځوانان لږل د مدرسو نه؛ بلکې د پاکستاني استخباراتو کار و

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن وایي، د افغانستان جګړې ته د ځوانانو لېږل د مدرسو نه بلکې، د پاکستاني استخباراتو کار وو.

د افغان ایرکا خبري اژانس د خبر له مخې فضل الرحمن په یوه ناسته کې چې ویډیو یې خواله رسنیو ته هم راوتلې ټینګار کړي، چې دغه کار د غرب په غوښتنه کېده.

نوموړي یولي وسله والو فعالیتونو ته د ځوانانو هڅونه او لېږل د مدرسو کار نه، بلکې د پاکستاني استخباراتو کار و او د همدي له لوري ورته وسلې ورکول کېدې، څو افغانستان ته د جهاد لپاره لار شي.

دی وايي، چې پاکستان دغه کار د غرب په غوښتنه کولو او په وینا یې دا هغه حقیقت دی، چې تاریخ به یې ثبات کړي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې ځینو لوړ پوړو پخوانیو پاکستاني چارواکو هم پر دې خبرو اعتراف کړی او ویلي یې دي، چې پاکستان د خپلو اهدافو لپاره افغانستان کې جګړې ته لمن وهي.

د پاکستان پخواني پوځي ولسمشر جنرال پرویز مشر، ځینو نورو استخباراتي چارواکو او ان عمران خان هم په همدې خبرو اعتراف کړی دی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.