Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64401
تاریخ انتشار : سه شنبه 1 سلواغه 1398 ساعت : 19:42:16

حنیف اتمر وايي د تاوتریخوالي د کمېدو پرېکړې مفهوم واضع ندی

د ملی امنیت پخوانی سلاکار حنیف اتمر د سولې بهیر کې د اوربند په رامنځته کېدو ټینګار کوي، او وايي چې دغه لړ کې د تاوتریخوالي د کمېدو پرېکړه واضع مفهوم نلري، او باید پر ځای اوربند وشي.

حنیف اتمر نن ( سه شنبه سلواغې ۱ ) آزادۍ راډیو سره مرکه کې ویلي، چې د تاوتریخوالي د کمېدو پر مفهوم څوک نه پوهېږي چې دا څنکه پلې کېدونکی دی.

هغه وايي:
“هېڅوک تر اوسه پورې په دې پوره نه پوهېږي چې دا د تشدد د کموالي مفکوره یعنې څه، په کوم ځای کې په څه ترتیب تشدد کمېږي، آیا دا یو قسمي اوربند دی، یا عمومي اوربند دی.”

ښاغلی اتمر وايي، باید عمومي اوربند وشي ځکه دا د افغانانو غوښتنه ده، او د سولې خبرې باید پر یو دایمي اوربند بدلې شي.

نوموړی وايي، چې  طالبان د اوربند نه منلو لپاره قانع کوونکي دلایل نلري، او که ریښتیا سولې ته ژمن وي نو باید اوربند وکړي.

ښاغلی اتمر د طالبانو او امریکا او همداراز د طالبانو او حکومت تر منځ د احتمالي هوکړې په اړه وايي، چې افغان سوله باید دوه هوکړې ولري او داوړه هوکړې باید پر نړیوالو ضمانتو ولارې وي.

ښاغلي اتمر وايي:
“:موږ باید دوه موافقت نامې ولرو، یوه د طالبانو او امریکا تر منځ دویمه باید بین الافغاني موافقت نامه وي، اوله  موافقت نامه لکه چې استدلال کېږي خارجي بُعد سره سرو کار لري یعنې د خارجي عسکرو وتل، او دویمه موافقت نامه باید د نظام، سولې، اوبند او مستقبل په هکله وي چې باید د افغانانو ترمنځ وي، نو دا دواړه موافقت نامې باید امضا شي، او د دواړو موافقت نامو لپاره موږ بین المللي حمایت او ضمانت غواړو.”

ښاغلی اتمر وايي، که د یوې هوکړې لپاره نړیوال ضمانت وي او د بلې لپاره نه وي ، نو د سولې بهیر به نیمګړی وي، چې له همدې امله باید دواړه خواوې په نظر کې ونیول شي، او د داوړو هوکړو لپاره باد نړیوال ضمانت موجود وي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.