Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64402
تاریخ انتشار : سه شنبه 1 سلواغه 1398 ساعت : 19:46:14

د افغانستان مشرانو جرګې په امريکې باندې په بې اعتمادي تاکيد وکړ

د افغانستان د مشرانو جرګې يا سېنټ تاکيد وکړ امريکه له طالب ډلې سره د تش په نامه د صلحې د خبرو اترو په بهير کښې صداقت نه لري.

فضل هادي مسلميار نن دافغانستان د مشرانود جرګې په وروستۍ کلنۍ غونډه کښې وويل، افغان ولس له طالب ډلې سره د خبرو اترو په تېره بيا د ډزبندۍ او فوځي عملياتو د کمښت د طرحې په بهير کښې په د امريکې په واکمنانو هيڅ اعتماد نه لري.

هغه د قطر د خبرو اترو په بهير کښې د فوځي عملياتو د کمښت په پلان باندې په نيوکې سره زياته کړه، دغه پلان بې معنې او يو ډول فرېب دے او پکار دي د افغانستان ټول چارواکي، ګوندونه او سياسي او مذهبي شخصيتونه له دغه پلان سره مخالفت وکړي. د مشرانود جرګې يو غړي فېصل سميع هم د تاوتريخوالي د کمښت پلان د افغان ولس او حکومت په خلاف يوه دسيسه وبلله.

دا په داسې حال کښې دي چې د افغانستان په چارو کښې د امريکې خاص استازي زلمي خليلزاد په قطر کښې له طالبانو سره د تش په نامه صلحې په خبرو اترو کښې د تاوتريخوالي د پلان غوښتنه مطرح کړه خو د اشرف غني حکومت له دغه پلان سره سخت مخالف دے او ډزبندي د د بين الافغاني خبرو اترو د شروع کېدو شرط بولي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.