Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64406
تاریخ انتشار : چهار شنبه 2 سلواغه 1398 ساعت : 15:38:56

د طالبانو له سنګسار وروسته پلار خپله لور قصابي کړې ده

بلخوا د فاریاب امنیه قومنداني وايي، وژل شوې مېرمن ۲۵ کلنه وه او دوه ماشومان یې هم درلودل.

دافغانستان د فاریاب ولایتي اداره وايي، په دغه ولایت کې طالبانو یوه ښځه او یو طالب وسله وال د جنسي اړیکو د لرلو په تور وژلي دي.

د فاریاب ولایتي ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ګرزیوان ولسوالۍ د غولبیان اوسېدونکې دغې میرمنې ورور په طالبانو کې وو او کله چې نیول شوې، نو طالبانو سړی هم راغوښتی او دواړه یې وژلي دي.

بلخوا د فاریاب امنیه قومنداني وايي، وژل شوې مېرمن ۲۵ کلنه وه او دوه ماشومان یې هم درلودل.

د فاریاب د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالکریم یورش وايي، د دغې مېرمنې پلار د لور تر وژل کېدو وروسته د هغې د بدن غوښې ټوټې کړي او راځوړندې کړې یې دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه نظر نه دی ورکړی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.