Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64422
تاریخ انتشار : يکشنبه 6 سلواغه 1398 ساعت : 19:50:11

د بارسلونا لوبډلې ماتې؛ افغانستان کې خون وکړ

د کاپیسا “کاریزي” سیمه کې د بارسلونا فوټبال لوډبلې تر لوبې وروسته  دوو ورونو د یادې لوبې په اړه شخړه کړې، چې یو کس پکې د چړې په کوزار وژل شوی دی.

تیره شپه د اسپانیا د فوټبال غوره لیګ سیالیو په لړ کې بارسلونا له والنسیا ټیم سره لوبه درلوده، چې والنسیا دو پر صفر بارسلونا لوبډلې ته ماته ورکړه.

د یادې لوبې ترسره کېدو وروسته د کاپیسا ولایت کاریزي سیمه کې دې دوو ورنو تر منځ شخړه شوې، چې یو پکې د چړې په کوزار وژل شوی دی.

د کاپیسا ولایت امنیتي چارواکو یاده پېښه منلې او د تورن کس د نیول کېدو هڅې یې پیل کړي دي.

فوټبال د نړۍ په کچه هغه سپوړټ دی چې ډېر مینوال لري، او افغانستان کې هم دغه لوبه ډېره مینوال لري، چې ډیری هغه یې د بیا د بارسلونا او ریال مادرید ټیمونو مینوال دي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.