Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64433
تاریخ انتشار : دوشنبه 7 سلواغه 1398 ساعت : 22:08:33

د منظور پښتین د نیولو پر وړاندې غبرګونونه

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي وايي، پاکستاني پولیسو بېګاه دوه بجې د دغه غورځنګ مشر منظور پښتین له څو نورو ملګرو سره نیولی دی.

د منظور پښتین له نیول کېدو وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ د نورو غړیو ترڅنګ، په لر او بر کې د پاکستان د دغه اقدام پر وړاندې ګڼ غبرګونونه راپورته شوي او د نوموړي د خوشې کولو غوښتنه یې کړې ده.

د دغه غورځنګ یوه مخکښ غړي محسن داوړ پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي، پاکستان هڅه کوي چې په دا ډول اقداماتو سره د دوی د حق غوښتنې مبارزه تته کړي، خو په وینا یې، دا کار دوی ته لا ډېره انرژي وربښې او هېڅکله به هم له خپلې مبارزې پر شا نه شي.

د یادونې ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړیو نن په اسلام‌اباد کې خبري غونډه وربللې وه او د پاکستاني پولیسو د دغه کار د غندنې ترڅنګ یې پر حکومت غږ وکړ چې ژر تر ژره یې مشر او د هغه نور ملګري خوشې کړي، که‌نه پر وړاندې به یې پراخو اعتراضونو ته مخه کړي.

د بښنې نړیوال سازمان له پاکستاني حکومت نه غوښتي چې ژر تر ژره او له کوم قیدوشرط پرته منظور پښتین خوشې کړي.

ولسمشر محمداشرف غني هم د بشري حقونو د فعالینو پر وړاندې له تاوتریخوالي ډک اقدامات د هېچا په خیر نه دي بللي او د منظور پښتین د خوشې کولو په برخه کې یې د بښنې نړیوال سازمان د دریځ ملاتړ کړی دی.

بله‌خوا منظور پښتین هم په یوه ویډیو کې د خپل قوم او خلکو لپاره بندي کېدل او په لاسونو کې یې د زولنو ور اچول عزت بللی او له خپلو پلویانو نه یې مننه کړې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ له هغه وروسته چې پاکستاني پولیسو د نقیب مسید په نوم یو پښتون ځوان په کراچۍ کې وواژه، جوړ او له هغه مهاله تراوسه یې د پاکستان په بېلابېلو ایالتونو کې یې د پاکستان پر وړاندې سترې غونډې جوړې کړي او پر حکومت یې تور پورې کړی چې په خیبر پښتونخوا کې پر پښتنو ډول ډول ظلمونه کوي، وژني او تري‌تم کوي یې او خپل حقونه یې هم نه ورکوي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.