Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64435
تاریخ انتشار : شنبه 12 سلواغه 1398 ساعت : 12:49:08

د پيړۍمعامله او د ځينو عربانو په سټراتژيکې تیروتنې سره له فلسطین سره خیانت

د اسلامی نړۍ د لومړنۍ موضوع په توګه د قدس شریف او دفلسطین د هیرولو او همداراز د له امریکا او صهیونیسټي رژيم سره د فلسطین د ولس د مقاومت د بې وسلو کولو لپاره سازباکونکي عربان په غوښتي او یا ناغوښتي توګه ملګرتیا کوي .

د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي د :پيړۍ د معاملې :په نامې سره دامریکاخطرناک پلان ،، دفلسطین د ملت له آئيډیّل  او حقوقو سره  خیانت اعلان کړ .

سید عباس موسوي  بیګا د پيړۍ د معاملې  د هغه پلان  نندارې ته د وړ اندې کیدا په غبرګون کې چې  د فلسطینیانو د لومړنیو او مورني ټاټوبي په حقوقوباندې پکې  سترګې پټې شوي دي ، وئيلي ، په فلسطینیانو دا مریکا  تپلي  او بې شرمې سولې  پلان په ماتې محکوم د ی .

 د پيړۍ  معاملې نومې د امریکا فلسطیني ضد یو اړخیز پلان ، بیګا په واشنګټن کې د امریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ له خوا د دځينو سازبازکونکو عربو هیوادونو د سفیرانو په شتون سره  نندارې ته وړاندې شو .

 دغه امریکائي پلان چې  قدس  د اسرائيلو د جعلي رژيم پلازمینه ګڼي  او دقدس اصلي خاوندانو لپاره هیڅ ډول حق ته قایل نه دي ، ښئ،د تیریګر صهیونیسټي رژيم  دماتیدونکي  امنیت د ساتنې په موخې سره یوازې ددغه تیریګر رژيم په خدمت کې  دی  

د فلسطین دملت  له آئيډئيل  سره د  ځينو سازبازکونکو عربانو خیانت د پيړۍ د معاملې د پلان د مخ  کتنې په پروګرام کې په بشپړ  ډول  ښکاره ده

د اسلامی نړۍ د لومړنۍ موضوع په توګه د قدس شریف او دفلسطین د هیرولو  او  همداراز د له امریکا او صهیونیسټي رژيم سره د  فلسطین د ولس  د مقاومت د بې وسلو کولو لپاره سازباکونکي  عربان په غوښتني او یا ناغوښتي توګه  ملګرتیا کوي .

په همدې زمینې کې په تهران کې د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس  استازي خالد القدومي د پيړۍ د معاملې د پلان نندارې ته  د وړاندې کیدا په غبرګون کې  ، ددغه خیانتکار پلان یو اساسی هدف ،  د فلسطین د مقاومت له وسلې سره مقابله وبلله او وې وئيل ، اسرائيل نه دی  توانیدلی  له دغې وسلې سره مقابله وکړي او دفلسطین مقاومت   توانیدلی دی ،صهیونیسټانو ته ماته ورکړي .

دصهونیسټي رژيم  دنیواکګرۍ د بهیر دوام او  هغه وضعیّت چې نن سبا  په فلسطینیو ټاټوبو  واکمن دی ، ترهغه ځایه چې  ددغه پلان  دمخ کتنې په دستورو کې د بحرین ،متحده عربی اماراتو پشمول  د ځينو عربو  هیوادونو سفیرانو هم شتون درلود. ښئ ، یو هدفمن سیاست هڅه کوي ،د مسلمانانو لومړنی دښمن یعني  صهونیسټ رژيم د دوست په څوکۍ کیښنوي .

دسازبازکونکو عربانو دغه پرګنه ، په څه دپاسه تیرو اویاؤ کلونو کې  د وحشي صهیونیسټي رژيم  د انسان ضده جنایتونو څخه په خبریدا سره  ئې ، قصدا او یا د سټراټژيکې لټۍ  له امله  په دغو جنایتونو سترګې پټې کړي دي.

البته  په تیرو څه د پاسه اویاؤ کلونو کې د کاڼو  له انتفاضې رانیولې تر وسلوال مقاومت پورې  د بیلابیلو انتفاضو په چوکاټ کې د فلسطیني مقاومت تجروبې،د امریکایانو او صهیونیسټانو  درست خوبونه  په ځلوب بدل کړي د .

 اوس هم د فلسطین په ټولنې کې د نوي فیصدي سواد شتون  او د پیړۍ د معاملې  په بیلابیلو اړخونو دفلسطینیانو  پوهیدا ته په پام سره ، د خپل شرف ،انسانیّت ،حقوقو او مورني ټاټوبي څخه  د دفاع لپاره  به هیڅکله  هم چپتیا غوره نه کړي او  په اتحاد یووالي او یوزړتوب سره  به دغه امریکائي پلان  د پيړۍ  په ماتې بدل کړي .

 د پيړۍ د معاملې د امریکا ئي پلان په وړاندې د فلسطین پر مقاومت   او پوهیدا سربیره ، اسلامی هیوادونه  هم دې ته په پام سره چې  د فلسطین اوقدس شریف موضوع  داسلامی نړۍ لومړنۍ موضوع ده ، مسئولیّت لري ، له ځينو سیاسی اختلافاتو ورتیر ،  په یووالي او اتحاد سره  د پيړۍ د دسیسې  دپلان په وړاندې ټينګ ودریږي .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.