Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64436
تاریخ انتشار : شنبه 12 سلواغه 1398 ساعت : 12:51:03

د پیړې د معاملې پلان؛له فلسطینه ددفاع لپاره د اسلامي یووالي ضرورت

ایران، د فلسطین مسلې د رښتیني ملاتړ کونکي په توګه، د امریکا د ولسمشر د" پیړۍ معاملې" له اعلانولو سره سم د دغه فلسطیني ضد پلان د مخنیوي لپاره خپلې ډیپلوماټکې سلا مشورې دوه چنده کړې دي.

وروستو له دې چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرامپ د سه شنبې په ورځ په واشنګټن کښې په یو سوچه سیاسي اقدام کښې د پیړۍ معاملي مخ کتنه وکړه، د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عباس موسوي او د ایران د اسلامي شورا  مشر علي لاریجاني، د اسلامي هیوادونو په یووالي او د امریکې له دغه طرحې سره د مبارزې لپاره د ګډې تګلارې غوره کولو باندې ټینګار وکړ.

موسوي په خپل ټویټ کښې د پیړې له توطئې سره د مقابلې لپاره په هره کچه د اسلامي هیوادونو له یو بل سره خبرو اترو لپاره د ایران د چمتوالی اعلان وکړ او وې ویل: یو لوی سازباز د پیړۍ د معاملې د طرحې شاته پټ دی.

علی لاریجاني هم د چهار شنبه په ورځ یو لیک د اسلامي هیوادونو د پارلمان مشرانو ته لیږلی او ټلی فوني مشورو سره له هغوي غوښتنه وکړه چې د  پیړۍ د معاملې  له طرحې سره د  مقابلې لپاره کښې د ایران ملاتړ وکړي او وې ویل: د ایران سیاسي او ډموکراټیک طرحه یعني د اصلي اوسیدونکو په ګډون په نیول شوي خاورو کښې د ټولپوښتنې پلان به د فلسطین مسئلې عادلانه حل او د فلسطینیانو د ملت له حق څخه د دغه سبب کیږي.

د فلسطین او قدس شریف مسئله د اسلامي نړۍ لومړی او اصلي مسئله ده او د دغې طرحې سره مقابلې لپاره اسلامي هیوادونه له ځینې سیاسي اختلافاتو شتون سره  سره یووالي او ملاتړ ته اړتیا لري.

د قدس شریف بشپړه یهودي کول او د پیړۍ په معاملې کښې د دغه اسلامي او تاریخي ښار د اسرائیلو لپاره د پلازمینې اعلانول، د مسلمانانو خلاف د صهیونیسټو او د امریکایانو د څرګنده سازش نښه ده او په داسې شرایطو کښې، د اسلامي حکومتونو او ملتونو یووالی او ملاتړ ضروري دی.

دا طرحه   چې په یو ډول د ټرمپ او بنیامین نتانیاهو ترمینځ یوه معامله ده او فلسطینی لوری د خپلې ځمکې د اصلي خاوند په توګه په رسمیت نه پیژني، یوازې سیاسي معنا لري ځکه چې ټرامپ او نتانیاهو دواړه  له کورنیو بحرانونو سره مخامخ دي.

په دې لړ کې بلومبرګ خبري تحلیلي سایټ پرون ولیکل چې  د پیړۍ معامله  له ټرامپ او نتانیاهو سره د مرستې معامله ده ټرامپ غواړي  له خپلې استیصاح د خلکو پام واړوي او نتانیاهو هم د پارلیماني انتخاباتو په درشل کې له څو قضایي تورونو سره مخ دی.

د پیړۍ د معاملې طرحه ښیي چې  له دغه طرحې سره د فلسطینیانو موافقه او یا یې حقوق  د امریکا د ولسمشر او د اسراییلو د لومړي وزیر لپاره په دوهم لمبر کې دي  او له همدې امله یې د فلسطین د خلکو د حقوقو  په ملاتړ کې د ملګرو ملتو په پریکړه لیکونو سترګې پټې کړې دي.

په دغه شان شرایطو کې، د فلسطینیانو د پلرني ټاټوبي او حقوقو ، د فلسطینیو کډوالو د ستنیدو او د فلسطین د پلازمینې په توګه د  ټول بیت المقدس له حقه دفاع د نړیوالې ټولنې په تېره بیا  اسلامي هیوادونو مسوولیت دی چې  په حقوقي ټولنو کې د  فلسطین د ټاټوبي  د اسلامي څښتنانو د مشروعیت  ملاتړ وکړي او نوې قانوني لارې چارې غوره کړي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.