پاکستان چین ته خپلې الوتنې بندې کړې
د پاکستان حکومت په چین کښې د کورونا ناروغۍ له زیاتیدو او په دغه وایرس باندې د څو پاکستانیانو له ککړیدو وروسته چین ته خپلې ټولې الوتنې لغو کړې.
له اسلام آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د پاکستان حکومت نن وویل: د کورونا وایرس د خوریدو د مخنیوي لپاره یې چین ته د خپل هیواد پروازونه د فرورۍ تر دویمې پورې کینسل کړل او ممکنه ده چې دغه موده یې تمدید هم شي.
د اسلام آباد حکومت له دې مخکښې د کورونا وایرس د خوریدو د مخنیوي لپاره د پاکستان په هوايي ډګرونو کښې د کورونا وایرس د معلومولو سکینرونه لګولې دي.
پاکستاني رسنیو په چین کښې په استوګنو څلورو پاکستاني محصلینو کښې د کورونا وایرس د شتون خبر ورکړی و خو نن سهار یې ویلي چې یاد محصلین له درملنې وروسته په ښه کیدو دي.
د تازه خبرونو له مخې په چین کښې د کورونا وایرس له امله د مړو شمیر ۲۵۹ کسانو ته رسیدلی او کابو دولس زره تنه په یادې ناروغۍ اخته شوې دي.