خلیلزاد د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر او د پوځ له مشر سره لیدلي
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» پاکستان ته تللی او هلته یې ددې هیواد دبهرنیو چارو له وزیر «شاه محمود قریشي» او د پوځ له مشر «جنرال قمر جاوید باجوه» سره لیدلي او د افغان سولې په اړه یې ورسره خبرې کړې.
د پاکستان دبهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې خلیلزاد له قریشي سره د خبرو په مهال د افغان سولې په اړه مالومات تبادله کړي او د نوموړي د څرګندونو په غبرګون کې، قریشي د افغانستان د سولې او بیا رغونې پروسې ته خپله ژمنتیا تازه کړې.
خلیلزاد ددې تر څنګ د پاکستان د پوځ له مشر «قمر جاوید باجوه» سره د خپلې لیدنې په مهال د افغانستان او سیمې په امنیت غږېدلی او د افغانستان سوله او بیا رغونه یې یو ګډ هدف بللی.
زلمی خلیلزاد داسې مهال، اسلام اباد ته ځي، چې په قطر کې د طالبانو او امریکا مذاکرات د توافق لاسلیک ته نږدې شوي ښکاري.
که څه هم په دې برخه کې تازه جزئيات لا رسنیو ته نه دي راوتلي؛ خو وړاندې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «سهیل شاهین» خبرې ښې لور ته تلونکې بللې وې او تمه یې ښودلې وه، چې ښایي د روانې میاشتې تر پایه د دواړو لورو تر منځ توافق لاسلیک شي.