Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64460
تاریخ انتشار : يکشنبه 13 سلواغه 1398 ساعت : 16:18:23

د پيړۍ معامله،ناکامه دسیسه او له فلسطین او قدس سره خیانت

بې شکه د ټرمپ د پيړۍ دخیانت پلان به ، د اسلامی امت او د فلسطین د ملت په مبارزو او مقاومت سره د امریکا د مخکینیو پلانونو او دسیسو په څیر د تاریخ ډيران ته وغورځول شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډترمپ تیره اونۍ د فلسطین او اسرائيلو د شخړې د ختمولو په ادعا سره د پيړۍ د معاملې په نامې سره د یوه نوي پلانمخ کتنه کړې،چې د ډيری څارونکو اوشناندو په باؤر،د مخکینیو پلانونو په څیر او دځينو مشخصو دلیلونو په اساس به ناکامه شي .

 د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د شنبې په ورځې دیوې اعلامیې په خپرولو سره د ا مریکائي او صهیونیسټي پلان د مخ کتنې په محکوم کولوسره د پيړۍ معامله د پيړۍ خیانت بللیاو ټينګار ئې کړی،دغه وروست پلان به له ماتې پرته او د تاریخ د خَځلو ټوکرۍ یا د ډيران د برخې له جوړیدا پرته بل څه نه وي .

 په دغې اعلامیې کې فلسطین د اسلامی امت د بدن یوه ټوټه او بیت المقدس هم سره کرښه بلل شوي او د پيړۍد معاملې د پلان په وړاندې له هرډول لټۍ او چپتیا څخه په ډډه کولو او د کرکې او نفرت په اعلانولو سره د مسلمانانو په وحدت ،یوووالي او پيوستون باندې ټينګار شوی دی .

 د ایران د اسلامی شورا د فلسطین له انتفاظې د ملاتړ د نړیوال کنفرانس دایمي سیکرټریټ یا دارالانشاء هم په یوې اعلامیې کې روښانه کړې ،بې شکه د ټرمپ د پيړۍ دخیانت پلان به،د اسلامی امت او د فلسطین د ملت په مبارزو او مقاومت سره د امریکا د مخکینیو پلانونو او دسیسو په څیر د تاریخ ډيران ته وغورځول شي .

 د پيړۍ د معاملې پلان داسې سیاسی،اقتصادي او حتی تاریخي اړخونه لري ، چې ا لبته د فلسطین د ملت د ملی هویّت ،ټاټوبي او تاریخي حق د هیریدا په موخې سره پلان شوی دی .

البته تاریخي شواهد او تجروبې ښئ چې د فلسطین د ولس حقیقي غوښتنو ،هوډ او ملاتړ ته له پامه پرتههیڅ یو پلان هیڅ معنا نه لريپه دغو شواهدو او نښو نښانو کې ددغه پلان د ناکمۍ د دلیلونو په بیانولو کې دوه ټکي دپام وړ دي .

لومړی دا چې،د فلسطین د هغه ملت له حقوقو څخه د دغه پلان تیریدا ده چې په حقیقت کې د موضوع او شخړې اصلي لوری دی .

 ددغه پلان برابرونکي په سترې غلطۍ سره له یوې محاسباتيتیروتنې سره مخ شوي دي.دوي خپلو سپيرو موخو ته په رسیداکې ددوي له دسیسو او نا کامیو سره په مقابلې کې د فلسطین دملت مقاومت او کلکه دریدا هیره کړې ده .

دوهم ټکی هم،د فلسطین د موضوع په اړه دملګروملتو له پریکړه لیکونو سره ددغه پلان د مادو توپير او دغه راز له نړیوالو قوانینو تیریدا ده .

 د فلسطین د ټاټوبي د حقیقي اوسیدونکو رایو ته د مراجعې په اساس،د بیرته ستنیداحق او د برخلیک ټاکل ، د فلسطین د ملت د حقوقو یو مهم سپرکی دی .هغه څه چې، د فلسطین د ټاټوبي اصلي او حقیقي خاوندان ئې نه مني ، بل هیڅ یو لوری د هغو لپاره رواوالی او منل کیدا نشي تپلی .

د سیمې تاریخ په دغه بهیر کې د نه انکاریدونکو واقعیّتونو ښودنه کوي . لکه چې د راجرز د سولې پلان، د مصر د وخت د ولسمشر انور سادات نوښتي سپير پلان ، د شرم الشیخ کنفرانس ، داوسلو تړون ، دکیمپ ډيویډ خبرې اترې،دسولې لپاره د لارې نقشه، او داسې نور ډير پلانونه چې د فلسطین لپاره د سولې د تش په نامه خبرې اترې دي،په ماته خوړلو پلانونو کې شامل دياو د فلسطین په باب د تاریخ آرشیو ته سپارل شوي دي .د ناکامۍ او یا د نه اجراکیدا علت ئې هم دا چې په دغو ټولو پلانونو او دسیسو کې د فلسطینیانو پر حقوقو سترګې پتې شوي دي .نو د پيړۍ د معاملې پلان یا خیانتبههم همدغه شان برخلیک ولري،ځکه چې په دې کېهم د فلسطینیانو حقوق په رسمیّت نه دي پيژندل شوي.

داپه داسې حال کې دي چې دغه ټول واقعیّتونه په بیلابیلو موقعو د اسلامی انقلاب معظم رهبراو د مسلمانانو ولی امرپه ښه ډول بیان کړي دي .لکه څنګه چېحضرت آيت ا...العظمی سیدعلی امام خامنه‌اي د حج د چارو له چارواکو سره په کتنې کې له مسلمانانو سره دمقابلې لپاره په تیره بیا د فلسطین له موضوع سره د مقابلې لپاره ددښمنانو تمرکز ته په اشارئې سره فرمائيلي دي؛اوس امریکایانو د فلسطین په باب دخپل شیطاني سیاست نامه د پيړۍ معامله کیښودلې ده ،خو دوي دې پوهه شي،چې په الهي فضل سره به د پيړۍ دغه معامله هیڅکله هم تحقق ونه مومي او که د امریکائی چارواکو سترګې بوټې هم ووځي،نو دفلسطین قضیه به له یاده ونه وځي او قدس به د فلسطین پلازمینه پاتې وي .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.