Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64500
تاریخ انتشار : جمعه 25 سلواغه 1398 ساعت : 10:41:13

که داخلي اجماع جوړه نه شي نو سوله به په دسیسې بدله شي

له بلې خوا د افغانستان د اجرایی مشر ویندوی مجیب رحیمی ویلی دی له طالبانو سره د خبرو اترو کونکی پلاوی د جوړولو لپاره اجماع نده ترلاسه شوی .

د  افغانستان د ولسمشرۍ پخوانی مرستیال یونس قانوني وايي که سیاسیون او حکومت دسولې مذاکراتو ته په یو غږ او یو صف کې ولاړنه شي، د مصالحې لوبه به په دسیسه بدله شي.

نوموړي وویل، ټول افغانان سوله غواړي، خو دا چې څرنګه سوله غواړي په دې تړاو اختلافات زیات دي.

ده ویلي، نه یوازې حکومت سوله راوستلی شي، نه یې هم سیاسیون له حکومت پرته راوستلی شي، له همدې کبله د قانوني په وینا اړتیا ده چې د مذاکراتو په مېز د حکومت، سیاسیونو او طالبانو مثلث کېني .

نوموړي ټینګار کړی که د افغانستان د اسلامي جمهوریت تر سیوري لاندې د سیاستوالو او افغان حکومت اجماع جوړه نه شي او د سولې واضح تګلاره رامنځته نه شي د سولې او جوړجاړي لوبه به په دسیسه او توطیه واوړي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.