Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64501
تاریخ انتشار : جمعه 25 سلواغه 1398 ساعت : 10:41:33

په جاپان کې هم کرونا ویروس لومړنۍ قربانۍ واخیسته

د جاپان روغتیا وزیر تایید کړه چی په جاپان کې له کرونا ویروس یوه اتیا کلنه میرمن چی د ټوکیو په خوا کې میشته وه ، وژل شوی ده .

د مهر خبری اژانس له راپور سره سم د جاپان روغتیا وزیر تایید کړه چی په جاپان کې له کرونا ویروس یوه اتیا کلنه میرمن چی د ټوکیو په خوا کې میشته وه ، وژل شوی ده .

له بلې خوا راپورونه وایی چی  په چین کښې د کورونا وایروس له کبله د وژل شویو او په دغه وایروس د ککړیدونکو کسانو شمیر په زیاتیدا دی .

دا په داسې حال کښې دي  چې د چین حکومتي چارواکو د کورونا وایروس له کبله د وژل شویو او په دغه وایروس د ککړیدونکو کسانو د ګڼلو روده بدله کړي ده .

دغه چارې دغه اندیښنه رامینځته کړي ده چې کورونا وایروس له هغه څه چې راپورونه یې ورکول کیږي ډیر زیات خپور شوی .

په چین کښې د کورونا وایروس له کبله تراوسه دیارلس سوه پینځه  پنځوس کسان وژل شوي او څه د پاسه څوارلس زره اته سوه څلویښت کسان  په دغه وایروس ککړ شوي دي چې حکومتي چارواکو دغه شمیر تائید کړی دی .

په ټول چین کښې په کورونا وایروس د ککړو کسانو شمیر کابو شپیته زره تنه دی .

ځینې راپورونه وايي چې امریکا په چین کښې کورونا وایروس خپور کړی چې د دغه هیواد اقتصاد تباه کړي .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.