Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64502
تاریخ انتشار : جمعه 25 سلواغه 1398 ساعت : 10:47:52

«ملت ته دولت ځواب» لړۍ د ولسمشر غني په فرمان راتلونکو ورځو کې پیلېږي

د جمهوري ریاست د حکم پر بنسټ ټولې دولتي ادارې اړ دي چې د روان ۱۳۹۸ کال مالي راپور رسنیو او د رسنیو له لارې خلکو ته وړاندې کړي.

د ولسمشر غني په فرمان د روان کال د کب میاشتې له لومړۍ نېټې څخه ټولې دولتي ادارې اړ دي چې د ۱۳۹۸ کال مالي معلومات له رسنیو او خلکو سره شریک کړي.

“ملت ته د دولت ځواب” هغه حکم چې د ولسمشرغني لخوا صادر شوی دی، د کب میاشتې له پیل څخه تر پایه ټولې دولتي ادارې اړ دي چې د لومړي درجې مسؤلینو په ګډون  او د یو منظم مهال وېش له لارې  د ۱۳۹۸ کال مالي معلومات له خکو او رسنیو سره شریک کړي او د هغوي پوښتنو ته دې ځواب ورکړي.

د صادر شوي حکم پر بنسټ د ټولو ولایتونو والیان اړ دي چې د ولایتي شورا غړیو او د رسنیو په حضور کې خلکو د ۱۳۹۸ کال مالي معلومات وړاندې او پوښتنو ته یې ځواب ورکړي.

د ولسمشر د عامه او استراتیژیکو اړیکو د دفتر رئیس وحید عمر  نن ( پنجشبنه سلواغې ۲۴ ) د همدې موضوع په تړاو وویل چې وروستیو کې د هېواد رسنیو معلوماتو د لاس رسي برخه کې نېوکې وکړې، او د دولتي ادارې یې د معلوماتو د ورکول برخه کې په ناغېړۍ تورنې کړي.

ښاغلي عمر زیاته کړه چې ملت د دولت کلني ځواب وینې موخه دا ده چې د ټولو دولتي ادارو لومړي درجه مسؤلین خپل مالي معلومات رسنیو او خلکو سره شریک کړي.

د هغه په خبره دا حکم ډېر قاطع د ولسمشر له لوري صادر شوی دی، او دغه لړ کې هېڅ ډول ناغیېړي د منل وړ ندی، او د دولتي ادارو ټول لومړي درجه مسؤلین اړ دي چې خپل مالي معلومات رسنیو او خلکو سره شریک کړي.


  

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.