Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64504
تاریخ انتشار : جمعه 25 سلواغه 1398 ساعت : 10:51:59

په دایکندي کې د واورې ښویېدنې د قربانیانو شمېر ۳۱ کسانو ته پورته شو

د دایکندي ولایت د رسنیو دفتر په ډاګه کړې، چې له تېرې یوې اوونۍ راپدیخوا د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۲۱ کسان تر واورو لاتدې شوي او خپل خوږ ژوند یې  له لاسه ورکړی او ۱۰ نور ټپیان دي.  

د یاد دفتر د څرګندونو له مخې؛ د سلواغې له ۲۱ راپدیخوا د دې ولایت د میر امور ولسوالۍ په نِرخ‌سَی، ورسل او حصاررباط په اړوند سیمو کې خلک تر واورو لاندې شوي دي.

دغه راز یو کس د سنګتخت ولسوالۍ د دهن شیبر په سیمه کې هم یو کس د واورې ښوېیدو له کبله خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی.  

د دایکندي ولایت له پېښو سره د مبارزې کمیتې پرېکړه کړې، چې د مرکز او ولسوالیو تر منځ په لویو لارو کې دې بېړنی حالت وغزول شي.

دغه راز یادې کمیتې د ژغورنې او څارنې له ریاست غوښتي، چې د واورې پاکولو عملیات دې هم په اړوند لارو کې روان وساتل شي.

په دایکندي کې چارواکو له خلکو غوښتي، چې د بېړنیو حالاتو تر پای ته رسیدو پورې دې له نااړینو سفرونو ډډه وکړي.

دایکندي د هېواد د مرکزي ولایتونو څخه یو غرني ولایت دی، چې هرکال له طبیعي پېښو څخه په ځانګړي توګه له واورې ښویېدنې  یو شمېر خلک له ځاني او مالي زیانونو سره مخ کیږي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.