Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64506
تاریخ انتشار : جمعه 25 سلواغه 1398 ساعت : 21:19:58

د ټرمپ د جنګی اختیاراتو کنټرولول د امریکا په ګټه دي

میرمن پلوسي زیاته کړې ،له کانګرس سره له مشورې پرته له ایران سره په غلیمانه ښکیلیدا مشتمله د ولسمشر بې ملاحظه فیصله ، هماغه راز د ډيپلوماټانو، پوځيانو او د نورو ژوند له خطرې سره مخامخوي .

زمونږخبریال د امریکا د کانګرس دخبری سایټ له قوله راپور راکړ د امریکا د کانګرس مشرې میرمن نینسي پلوسي ،د ایران په باب د امریکا د  ولمسشر د جنګي اختیاراتو د مدحدودونکي پریکړه لیک په غبرګون کې دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي،د امریکا مشرانو جرګېد جنګي اختیاراتو په باب د پریکړه لیک په تصویبولو سره،د کانګرس ترڅنګ په هغو مسئولیّت چې  مونږ ئېد امریکا د کانګرسپه توګه په غاړه لرو ، عمل کړی  او دا  د امریکا  دولس د امنیت ساتل دي .

میرمن پلوسي زیاته کړې ،له کانګرس سره له مشورې پرته  له ایران سره په غلیمانه ښکیلیدا  مشتمله د ولسمشر بې ملاحظه فیصله ، هماغه راز د ډيپلوماټانو، پوځيانو او د نورو ژوند له خطرې سره مخامخوي .

 هغې په اعلامیې کې وئيلی دي ، اوس د ایران د غچ اخستونکي حملې له امله څه دپاسه  سلو امریکائي  عسکرو په مغزو کې ګړبړ راغلی دی ، خو ډونالډټرمپ ، د جنګ له امله جدی تاوانونه ، یوازې  د سردرد ګڼي  او وائي چې دا  موضوع جدي نه ده .

 د امریکا د کانګرس مشرې روښانه کړې ده،ولسمشر باید د کانګرس او دامریکا د ولس غوښتنې ته غوږ کیږدي  او له کانګرس سره د تاؤتریخوالی د کمولو دسټراټژۍ په سر چې  د امریکایانو دژوند اوګټوساتنه کوي ،تعامل ولري ، ځکه امریکا او نړۍ نوره د جنګ زغم نه لري .

د ایران په باب د ټرمپ د جنګي اختیاراتو دکمولو پریکړه لیک بیګا د امریکاپه مشرانو جرګې کې د ۴۵منفی رایو په مقابل کې په ۵۵مثبتو رایو سره تصویب شوی دی. 


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.