Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64508
تاریخ انتشار : شنبه 26 سلواغه 1398 ساعت : 17:50:27

یمنیانو د سعودي ائتلاف یوه تورنادو جنګي الوتکه نسکوره کړه

د یمن د پوځ دافع هوا ځواک او ولسي مبارزانو تیره شپه په شمالي ولایت الجوف کښې د سعودي تیري ګر ائتلاف یوه (تورنادو) جنګي الوتکه نسکوره کړه.

العالم چینل خبر ورکړی چې د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی السریع څرګنده کړه: دغه جنګي الوتکه له ځمکې نه په توغیدونکو او په ماډرن ټیکنالوجۍ په سنبالو توغندیو سره نسکوره شوې ده.

السریع په دې خبرې سره چې دغه جنګي الوتکه په الجوف ولایت کښې د غلیمانه ماموریت د ترسره کولو پر مهال په نښه شوې او نسکوره شوې ده، څرګنده کړه: د یمن اسمان د تیري ګرو پر مخ خلاص نه دی او دښمن باید د هر کار د ترسره کولو لپاره زر ځلې سوچ او حساب کتاب کوي.

تورنادو نومې جنګي الوتکه د بریتانیا، جرمني او ایټالیا هیوادونو ګډ محصول دی.

د یمن د پوځ او ولسي مبارزانو دفاعي قدرت د سعودي رژیم له خوا د دغه هیواد د هراړخیزې کلابندۍ باوجود ورځ په ورځ په زیاتیدو دی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.