Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64509
تاریخ انتشار : شنبه 26 سلواغه 1398 ساعت : 17:51:37

چین د کورونا په لړ کښې د نورو د ملامتولو په هکله امریکې ته خبرداری ورکړ

د چین خارجہ وزیر: که امریکا د کورونا وایرس په کنټرولولو کښې د بیجنګ د هلوځلو خلاف کوم ګام پورته کړي نو دا به دوه اړخیزې سوداګري موافقې ته تاوان ورسوي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړی چې که امریکا د کورونا وایرس په کنټرولولو کښې د بیجنګ د هلوځلو خلاف کوم ګام پورته کړي نو دا به دوه اړخیزې سوداګري موافقې ته تاوان ورسوي.

د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې وانګ يي بیګا د جرمني د میونخ د امنیتي غونډې ترڅنګ وویل: واشنګټن ستونزه جوړه کړې ده او د چین او امریکې ترمینځ د سفرونه مخه نیسي او دا کار د دواړو لورو د ابتدايي تجارتي موافقې د اجرا لپاره یولړ مشکلات رامینځته کوي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر امریکې ته په خبرداري کښې څرګنده کړه چې واشنګټن حق نه لري له کورونا وایرس سره د مقابلې په پلمه داسې تابیاوې وکړي چې مسافرت، سیاحت او تجارت محدود او له خطر سره مخامخ کړي.

وانګ یي وویل: کورونا د چین لپاره یو ستر چیلنج دی خو دا هیواد یې د خورویدو د مخنیوي هڅه کوي او په دې لړ کښې یې ډیرې کامیابۍ هم ترلاسه کړې دي.

د ویلو ده چې امریکا له هغو وړومبنیو هیوادونو وه چې د کورونا ناروغۍ له راڅرګندیدو وروسته یې خپل هیواد ته د چیني ښاریزو ورتګ محدود کړ.

د چین د روغتیا وزارت د وروستیو احصائیو له مخې په دغه هیواد کښې د کورونا له امله د مړو شمیر ۱ زر او ۵ سوه ۲۳ کسانو ته او په دغې ناروغۍ د اخته کسانو شمیر ۶۶ زره او ۴ سوه ۹۲ تنو ته رسیدلی دی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.