Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64513
تاریخ انتشار : شنبه 26 سلواغه 1398 ساعت : 17:57:13

د امریکا دفاع وزیر: طالبانو سره مو د ۷ ورځني تاوتریخوالي کمولو په اړه خبرې کړي

د امریکا د دفاع وزیر مارک سپر ویلي چې د امريکا او طالبانو استازي د اووه ورځني تاوتریخوالي کمولو په اړه خبرې کړې دي.

د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر بروکسل کې د ناټو غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو له دوه ورځنۍ غونډې وروسته ویلي، د افغانستان لپاره تر ټولو غوره لار سیاسي هوکړې ته رسېدل دي او ويې ويل چې

په دې اړه به د ناټو له دفاع وزيرانو سره هم خبرې وکړي.

مارک سپر زياته کړه:« د افغانستان لپاره سولې ته رسېدل يوازې له سياسي لارې کېدای شي او په دې برخه کې پرمختګونه هم شوي دي چې ډېر ژر به يې اعلان کړو.»

د ناټو د دفاع وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه تېره ورځ پای ته ورسېده.

د هېواد ملي دفاع وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د دې وزارت سرپرست اسدالله خالد هم د دې ناسې په څنډه کې د امريکا له دفاع وزير کتلي دي. خبرپاڼې زياته کړې چې د ناټو دفاع وزيرانو ژمنه کړې چې له افغان امنيتي ځواکونو سره مالي او نظامي مرستو ته دوام ورکوي.

په ورته وخت کې د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي، دې وروستیو ورځو کې د افغانستان د سولې خبرو کې مهم پرمختګونه شوي دي.

خو هغه خبردارى ورکړى، چې خبرې پپچلې دي او تراوسه د سولې پر موافقې هوکړه نه ده‌شوې.

نوموړي ويلي، هيله مند ترڅو داسې يوې پايلې ته ورسېږو چې د تاوتريخوالي کمول په عمل کې ښکاره شي نه چې يوازې د کاغذ پر مخ وي.

پمپيو همداراز ويلي، که چېرې تاوتریخوالید پام وړ کم شي او دوام وکړي، نو ښايي چې جدي بحثونه پیل شي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.