Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64518
تاریخ انتشار : يکشنبه 27 سلواغه 1398 ساعت : 19:10:51

ولسمشر غني د امریکا د کانګرس مشرې سره وکتل

ولسمشر غني د مونیخ کلنۍ امنیتي غونډې په څنډه کې د امریکا د ولسي جرګې مشرې نانسي پلوسي او یو شمېر نورو غړیو سره کتلي دي.

ولسمشر ماڼۍ وايي چې جمهور رئیس غني تېره ماښام ( شنبه سلواغې ۲۶ ) د مونیخ امنیتي غونډې په څنډه کې د امریکا د کانګرس  له مشرې او د دغه هېواد د ولسي جرګې یو شمېر نور غړیو سره کتنه وکړه او پر یو شمېر مسایلو یې خبرې وکړې.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د افغانسان امنیت، د سولې راون بهیر او نشه یي توکو هغه ټکي دي چې ولسمشر غني او د امریکا د کانګرس مشرې نانسي پلوسي تر منځ پرې بحث شوی دی.

کتنه کې ولسمشر غني یو ځل بیا افغان سولې بهیر کې پاکستان هېواد ته د شک په سترګه کتلي، او ویلي چې لاهم پاکستان کې د طالبانو پټنځایونه ورته د اندېښنې وړ ده، او دغه لړ کې پاکستان هیڅ ډول عملي ګام ندی پورته کړی.

ولسمشر غني تر دې وړاندې د مونیخ امنيتي غونډې په څنډه کې د امریکا د بهرنیو او ملي دفاع وزارت له وزیرانو وسره کتلي، او ولسمشر غني ته یې ډاډ ورکړی چې له طالبانو سره د سولې تړون په مشروط ډول لاسلیک کېږي.

امریکايي چارواکو افغان ولسمشر ته ویلي چې له طالبانو سره د سولې د هوکړې هيڅ بند یې شرطه ندی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.