Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64519
تاریخ انتشار : يکشنبه 27 سلواغه 1398 ساعت : 19:11:47

کابل کې پر نشه یي توکو روږدي ۹ کسان په ډزو وژل شوي

د کابل پولیس وايي، د کابل ښار شپږمې امنیتي حوزې اړوند قرغ غره سیمه کې پر نشه یي توکو روږدې نهه کسان په ډزو وژل شوي دي.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز رسنیو ته ویلي چې د کابل ښار شپږمې حوزې اړوند دې قرغ غره په لمن کې پر نشه یي توکو روږدي نهه کسان په ډزو وژل شوي دي.

د پولیسو ویاند وايي، تر اوسه د شوې پېښې لامل ندی معلوم او نه هم تر اوسه د یادې پېښې په اړه څوک نیول شوي دي.

نوموړی وايي چې پولیسو خپلې پلټنې پیل کړي، او وروستي جزیات به بیا رسنیو سره شریک کړي.

داسې ویل کېږي چې تیره شپه ( شنبه سلواغې ۲۶ ) د قرغ غړه په لمن کې چې یوه غیرې استوګنیځه سیمه ده، د  معتادینو تر منځ شخړه شوې، چې یو معتاد د تومانچې په واسطه نهه معتادین وژلي دي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.