Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64532
تاریخ انتشار : پنج شنبه 1 کب 1398 ساعت : 21:40:52

یوناما وايي راتلونکي حکومت سره ګډ کار ته ژمن دي

افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولي یوناما وايي، چمتو ده چې د افغانستان له راتلونکي حکومت سره په ګډه کار وکړي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولي یوناما وايي، چمتو ده چې د افغانستان ادارې سره د تل په څېر په ګډه کار وکړي، خو په ورته وخت کې د ټاکنو له بنسټونو یې غوښتي چې د رایو بیا شمېر او تفتیش په اړه ټاکنیزو ټیمونو ته سپیناوی ورکړي.

یوناما په یوې وینا پاڼه کې ویلي چې د ټاکنو بنسټونو له کار څخه یې ملاتړ کړی، او خپلې همکارۍ ته لا ژمن یو، خو  ټاکنیزې ستونزې باید د افغانستان د اساسي قانون په رڼا کې حل شي.

په ورته وخت د هند د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د ولسمشر په توګه د اشرف غني بیا ټاکل کېدو له امله نوموړي ته مبارکي ویلي، او له افغان حکومت سره یې د ګد کار کولو ژمنه تازه کړې ده.

تر دې وړاندې اروپايي ټولنې هم ولسمشر غني ته د افغانستان د ولسمشر په توګه د هغه بیا ټاکل کېدو له امله مبارکي ورکړې ده.

د افغانستان د ۱۳۹۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایلې دوه ورځې مخکې ( سه شنبه سلواغې ۲۹ ) د ټاکنو خپلواک کمېسیون له لوري اعلان شوې، چې اشرف غني د ۵۰،۶۴ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره یو ځل بیا د افغانستان د ولسمشر په توګه وټاکل شو. د ټاکنو تر اعلان وروسته او د ډیپلوماټیکو عرف په چوکات کې هیڅ کوم هېواد او یا بهرني چارواکي اشرف غني ته د بریا مبارکي ورنکړه، خو نن یو شمېر چارواکو او د افغانستان متحدیونو ولسمشر غني ته د مبارکۍ پیغام ورکړی دی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.