Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64590
تاریخ انتشار : چهار شنبه 14 کب 1398 ساعت : 11:13:09

زه له ځینو نارینوو حتی په فیسبوک کي هم ویریږم: ایا سم مو ولوست

هو زه هغه نارینه یادوم چي شخصي عقدي پالي له هغوی ویره لرم،  دوی که په کوڅه کي درسره مخامخ شول په ډاډه زړه نه شي ورسره ترڅنګ یې تیره شي،یا که مو دکورنۍ غړی وي نشي کولی په مخ کي دخپلو حقوقو په اړه خبره وکړي، دوی که هر چيري وي ولي خوی عادت او هدف دټولو یو دی!!!
دوی تر دي حده رسدلي چي حتي په مجازي نړۍ فیسبوک ... تري دارام ساه نشي اخیستی
زه دداسي تش په نوم نارینوو په حال افسوس کوم چي تر دي حده لویدلی او ټیټ فرهنګ لري،
زه هغه نارینه یادوم چي ښځه یوازي ددوی شیطاني هوس وسیله بولي
خو کله چي ددي ډول نرانو په مخ کي ددوی دخپل ناموس او عزت خبره شي له غوصي به شین او تور اوړي
ولي پردی خور ،لور ....په وړاندي هر  ډول ازار او ځورول روا بولي او تر ټولو پولو ور اوړي

دا په اصل کي د وروسته پاته هیوادونو او ټولنو نښه ده

زه چي کومي کرښي لیکم یوازي ځان نه یادوم بلکي باوري یم دوطن اکثره نجونه دداسي ترخو تجربو کیسي لري
 
هیره دي نه وي په منځني ختیځ په ځانګړي ډول افغانستان  کي  هغه نارینه   چي انساني ارزښتونو ته درناوی نلري
موږ نشو کولی دوی له ظاهري څهري یا دزده کړو له کچي وپیژنو بلکي ددوی برخورد او چلند یې را پیژني
هی هوس پرسته نارینوو تاسو یادوم هو تاسي
تاسي کولی شي خپلي عقدي او ضدونه دداعش او تالب  زندانونو  ته یوسﺉ هلته یې خالي کړﺉ

په مجازي نړۍ خصوصا فیسبوک کي دنجونو او ښځو دځورولو په ځای خپل بد فرهنګ بدل کړی

په اخیر کي هیله لرم نور به له ازار او اذیت ډکو مسیجونو پیغامونو له لیږلو ډډه وکړﺉ
ترڅو دښځي نازک ذهن او وجود ونه ځوریږي.


  آصفه ستانکزی

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.