د هند د مسلمانانو په خلاف د تشدد د غندلو په اړه د ايران له دريځونو د پاکستان ملاتړ
د پاکستان خارجه وزير په هند کښې د مسلمانانو په خلاف د پلان شوي تشدد د غندلو په اړه د ايران له دريځونو ملاتړ وکړ.
د اېرنا د رپوټ له مخې شاه محمود قرېشي بېګاپه خپل يو ټوئيټ کښې وويل، په دې اړه چې د هند چارواکي بايد د دغه هېواد د ټولو هندوستانيانو په تېره بيا د مسلمانانو سوکالي رامنځته کړي د ايران د خارجه وزير محمد جواد ظريف لخوا له څرګند کړې شويو اندېښنو څخه پوره ملاتړ کوو.
د پاکستان خارجه وزير هغه څه چې د هند د مسلمانانو شېطاني او سېسټمېټک قتل عام يې وبلۀ ناعادلانه او د ټولې سيمې لپاره خطرناک بيان کړ.
محمد جواد ظريف د ګل د ورځې په ماښام د هند د مسلمانانو په خلاف د پلان شويو تاوتريخوالو د څپې په غندلو سره وويل، د نوي ډيلي ناآرامۍ د مسلمانانو په خلاف د تاوتريخوالو يو ډول پلان شوې څپه ده.
د ايران خارجه وزير همدارنګ د نوي ډيلي له چارواکو وغوښتل چې د هند د ټولو ښاريزو د سوکالۍ خيال دې وساتي او اجازه دې ورنه کړي چې دغه بې معنې قتل عام دوام ومومي.