Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64599
تاریخ انتشار : پنج شنبه 15 کب 1398 ساعت : 18:54:17

نو بیا خلیلزاد غني سره ندي لیدلي؛ ارګ وايي ولسمشر غني له خلیلزاد سره کتنه نده رد کړې

تر هغه وروسته چې وال اسټرېټ ژونال راپور خپور کړ چې ولسمشر غني خلیلزاد سره کتنه رد کړې ده، اوس ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې دا خبر رښتیا ندی او ولسمشر غني خلیلزاد سره کتنه نده رد کړې.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د هغه خبر پر وړاندې غبرګون وښود چې ګواکي ولسمشر غني خلیلزاد سره کتنه رد کړې، ښاغلي صدیقي پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې دا خبر رښتیا ندی او ولسمشر غني خلیلزاد سره کتنه نده رد کړې.

د افغانستان د سولې په چاروکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد تېره ورځ په داسې حال کې کابل ته راغی چې د همدې اونۍ په پیل کې یې قطر کې له طالبانو سره د سولې هوکړه لاسلیک کړه.

هغه تېره ( چهارشنبه کب ۱۴ ) کابل ته تر خپل سفر وروسته له عبدالله  عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي سره کتنې ترسره کړې، خو تر دې مهال یې ولسمشر غني سره کتنه نده کړې.

خلیلزاد خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې امریکا د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د بندیانو د تبادلې برخه کې ژمنه ده. او باید بین الافغاني خبرو ته ژر تر ژره زمینه برابره شي.

هغه ویلي چې د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره باید ټول پراته خنډونه له مخې لرې کړل شي، او افغانان دې له دې تاریخي فرصت څخه ګټه پورته کړي.

طالبانو تر بین الافغاني خبرو مخکې د خپلو بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې، خو ولسمشر غني ورسره کلک مخالف دی او وايي چې تر خبرو مخکې د طالبانو له لوري شرط اېښودل ورته د منلو وړ ندي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.