Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64600
تاریخ انتشار : پنج شنبه 15 کب 1398 ساعت : 18:56:57

د جنسي تېري د يوې قرباني شوې افسرې د ځان‌وژنې هڅه

د دایکندي د کجران ولسوالۍ امنیې قومندانۍ پولیسه مومنه کربلايي ادعا کوي چې ۷ مياشتې وړاندې ورباندې د دغې ولسوالۍ امنیې قومدنان محمد خان بلوڅ جنسي تېری کړی؛ خو عدلي او قضايي بنسټونو يې قضيې ته هېڅ پام نه دی کړی.

مومنه وايي، د دايکندي ولايت عدلي او قضايي بنسټونو په ځانګړې توګه د استيناف محکمې جنسي تېرې کوونکي بې‌ګناه بللي او هغوی يې خوشې کړې دي.

نوموړې د محکمې حکم عادلانه نه بولي او نن وروسته له غرمې يې د ولايت مقام مخې ته ځان‌وژنه کوله؛ خو خلکو يې مخه نيولې ده.

د سيمې د اوسېدونکيو په وينا، د جنسې تېري قرباني شوې مېرمنې پر ځان پټرول واچول او ځان يې سوځاوه.

مومنه وايي، کله چې د ۱۳۹۸ کال د سنبلې په ۱۵مه د دایکندي د امنیې قومندانۍ د تامیناتو مدیر احمد تنوير د کجران ولسوالۍ له امنیې قومندانۍ د نظارت لپاره دغې ولسوالۍ ته تللی و، د کجران ولسوالۍ امنیې قومندان محمد خان بلوڅ هغه د تامیناتو مدیر احمد تنوير سره د نامشروع عمل ترسره کولو لپاره معرفي کړې وه.

مومنه کربلايي وايي، احمد تنوير د نظارت پرمهال د ټولو پر وړاندې هغې سره غیراخلاقي چلند کړی دی.

د هغې په وینا، د روان کال د سنبلې په ۱۶مه د شپې په دولسو بجو محمد خان بلوڅ خپلو ساتونکيو  ته امر کوي چې لاړ شي مومنه کربلايي د تامیناتو مدیر ته بوځي.

کربلايي وايي، کله چې له دغه پلان نه خبرېږي، قضیه ملي امنیت سره شریکوي او د ملي امنیت سرتېري د محمد خان بلوڅ د ساتونکيو له رسېدو وړاندې د هغې د کور خوا او شا کې ځای پر ځای کېږي.

هغې وویل، همدا چې سیمې ته د محمد خان بلوڅ ساتونکي رسېږي، د ملي امنیت ځواکونو سره نښته پيلېږي.

د مومنې په وينا، په دې نښته کې يو پوليس ټپي شو.

نوموړې زیاتوي، چې له دې پېښې وروسته احمدخان بلوڅ هغه خپل دفتر ته ورغواړي او د تمانچې په وسیله ورته ګواښ کوي. «ماته يې وويل، ټلیفون دې راکړه، ټلفون يې رانه واخيست او په زوره یې را باندې جنسي تېری وکړ. ویل یې کوم کار چې د تامیناتو مدیر و نه شوای کولای، زه یې کوم.»

مومنه د د ښځو د حقونو د دفاع بنسټونو، بشري حقونو خپلواک کمیسیون او په ځانګړې توګه د ښځو چارو له ریاسته شکایت کوي او وايي چې هېڅ یوې ادارې د هغې د قضیې په تعقیب کې همکاري نه ده کړې.

د دایکندي ولايت د استیناف محکمې رییس ابوبکر صدیقي وايي، د مومنې په قضيه کې هېڅ ډول معتبر اسناد موجود نه و چې د نوموړې ادعا ثابته کړي؛ نو له همدې کبله د لومړنۍ محکمې د حکم په تاييد يې تورن کسان خوشې کړې دي.

د صدیقي په وینا، دا حکم وروستی نه دی او زيانمن شخص کولای شي، د تميز غوښتنه وکړي.

د دایکندي د ښځو چارو رييسه بې‌نظير جعفري دغه پېښه تاییدوي او وايي چې دا او همکاران يې مومنې لپاره د عدالت غوښتنه کوي، ترڅو د يادې پوليسې د قضيې په اړه عدالت پلی شي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.