Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64601
تاریخ انتشار : پنج شنبه 15 کب 1398 ساعت : 18:59:02

سهیل شاهین: د طالبانو پر سنګرونو د امریکا هوایي بریدونه له هوکړې سرغړونه ده

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند او غړي ویلي، په هلمند کې د امریکایي ځواکونو لخوا د دوی پر سنګرونو بریدونه له هوکړه لیک سرغړونه ده او د دواړو لوریو پوځي څارونکي به یې وڅېړي.

که څه هم د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې راوستلو د هوکړه لیک له لاسلیک وروسته په هلمند کې امریکایي ځواکونو د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره د طالبانو پر سنګرونو بریدونه وکړل.

د امریکا د پوځ لوی درستیز مارک میلي د مشرانو جرګې په دفاعي جرګه ګۍ کې ویلي، د ناټو او امریکایي ځواکونو پر وړاندې د طالبانو بریدونه صفر ته را لویدلي دي.

نوموړي په بشپړ ټینګار څرګنده کړې: د افغانستان د څلور دېرش ولایتونو په مرکزونو کې هیڅ برید ندی شوی. په کابل کې هیڅ برید ندی شوی او نه هم ستر برید شوی؛ هیڅ ځانمرګی برید ندی شوی. دا راز د امریکایي ځواکونو او د ائتلاف د نورو غړیو د لیږد را لېږد پر وسایلو هم برید ندی شوی.

دغه راز د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر که څه هم د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ پر دوام ټینګار کوي؛ خو سولې ته اوسنی فرصت تاریخي ګڼي او څرګندوي، چې له طالبانو سره د دوی هوکړه د افغانانو خپلمنځي خبرو ته لار اواروي، چې ښایي تر ۵ ورځو پیل شي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دا هوکړه د افغانانو خپلمنځي خبرو ته د رسیدو لار اواروي، چې تر پنځو ورځو به پبل شي او دا یو تاریخي فرصت دی.

د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ بیا ویلي؛ دوی له افغانستان څخه د ځواکونو په ویستو کې بیړه نلري، ځکه د امریکا او طالبانو تر منځ د هوکړې د نه عملي کیدو امکان شته.

نوموړی وایي: زه فکر کوم، چې مونږ اوس باید وتلو ته بیړه ونکړو؛ ځکه دا عمل د امریکا او طالبانو تر منخ د هوکړه لیک د عملي کیدو امکان کموي. طالبان باید پوه شي، چې د جګړې له لارې بریالي کیدای نشي.

د طالبانو د قطر سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین آریانا نیوز ته ویلي؛ په هلمند کې د دوی پر سنګر د امریکایي ځواکونو برید د سولې له هوکړې سرغړونه ده او د دې برید څرنګوالی د دواړو خواوو د پوځي څارونکیو لخوا څېړل کیږي.

نوموړی وایي: دا له هوکړې سرغړونه ده؛ د امریکا او طالبانو تر منځ څارونکي شته او ټاکل شوې، چې د دې برید څرنګوالی وڅېړل شي.  

د شاهثین د څرګندونو له مخې؛ په هوکړه کې شته، چې که پر امریکایانو د طالبانو لخوا برید تر سره کیږي بیا دوی کولی شي له ځان څخه د دفاع   لپاره برید وکړي. پرته له دې پر طالبانو برید کولی نشي.

دا په داسې حال کې ده، چې د سولې راوستلو د هوکړه لیک له لاسلیک وروسته د جګړې ډګرونه بېرته تاوده شوي او د افغان چارواکو په خبره، طالبانو پر افغان ځواکونو شپږاویا بریدونه کړي او دواړه لوري یو او بل ته د تلفات اړولو ادعا کوي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.