Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64620
تاریخ انتشار : چهار شنبه 21 کب 1398 ساعت : 19:02:02

د انګلستان د روغتیا د وزیر مرستیاله په کورونا ککړه شوه

زمونږ خبریال وايي د بریتانیا د روغتیا د وزیر مرستیاله په کورونا وایروس ککړه شوي ده .

د بریتانیا د روغتیا د وزیر مرستیاله میرمن  نډین ډوریز(Nadine Vanessa Dorries ) پرون وویل چې په کورونا وایروس زما د ککړیدا د ازمیښت نتیجه مثبته اعلان شوي ده او ما د دغه خبر په ترلاسه کولو سره سم ټول احتیاطي تدبیرونه غوره کړي دي او ځان مو په کور کښې قرنطینه کړی دی .

ډیلي ټیلیګراف ورځپاڼې هم وویل د روغتیا د وزیر مرستیاله میرمن  نډین ډوریس په تیرې پنجشنبې ورځ د لومړي وزیر بوریس جانسن په شتون  سره په یوې (۱) غونډې کښې ګډون کړی وو او یوه (۱)ورځ وروسته په کورونا وایروس ککړه شوي ده .

په تیرو څو ورځو کښې په بریتانیا کښې کورونا وایروس په چټکۍ سره په خپریدا دی او تراوسه د هیواد درې سوه دوه اتیا (۳۸۲) ښاریز په دغه ناورغۍ ککړ شوي او شپږ (۶) کسان ترې مړه شوي هم دي .

تراوسه په ټوله نړۍ کښې په کورونا وایروس کابو یولک شپاړس زړه (۱۶۰۰۰۰۰) کسان ککړ شوي دي .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.