Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64637
تاریخ انتشار : دوشنبه 4 وری 1399 ساعت : 21:59:42

دعراق پارلیماني استازو ولسمشر په څنګةکولو وواګواښۀ

 هغه تور لګولی برهم صالح دخپلو سیاسی ګروهنو په اساس کار کوي او هڅه کوي ، په عراق کې له اوسنیو شرائطو څخه استفاده وکړي او باید ووایو چې د کابینې دجوړولو لپاره د عدنان الزرفي په مامورکولو کې د هغه اقدام غیر قانوني دی .

العالم ټيلیویژني چینل راپورورکړ د عراق په پارلیمان کې د الصادقون فریکشن  مشر عدنان الفیحان  پرون ناوخته ددې خبرې په کولو سره چې  د پارلیمان زیاتره استازو وئيلي دي ،که  ولسمشر د کابینې د جوړولو لپاره د عدنان الزرفي  په مامورولو کې  له خپل اقدام ډډه ونه کړي ، نو په پارلیمان کې به  ئې په رایو سره له څوکۍ لیرې کړي .

 عدنان فیحان ددې خبرې په کولو سره چې  دعراق ولسمشر برهم صالح  په ضد  دپارلیمان  استازو د اساسی قانون  دخلاف ورزۍ په تور د هغه په ضد شکایت کړی دی ، زیاته کړې ، که  برهم صالح  له خپلې فیصلې په شانشي ، نو پارلیماني استازي د الرزفي د  کابینې  د تصویبیدا اجازت نه ورکوي .

 هغه دې ته په اشارې سره چې برهم صالح  د عراق دپارلیمان د زیاتره استازو  حق سلب کړی دی،روښآنه کړې،د عراق د اهل تشیّع مشرانو وئیلي دي ، لومړی وزیر باید د الفتح ائيتلاف   په موافقې سره وي،او د عراق دملی حکمت بهیر مشر عمار الحکیم  هم د نورو فریکشنونو په څير  په رسمي توګه  د عدنان الزرفي  په مامور شونې  اعتراض کړی دی .

 هغه تور لګولی برهم صالح  دخپلو سیاسی ګروهنو په اساس  کار کوي او هڅه کوي ،  په عراق کې له اوسنیو شرائطو څخه  استفاده وکړي او باید ووایو چې د کابینې دجوړولو لپاره د عدنان الزرفي په مامورکولو کې د هغه اقدام غیر قانوني دی .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.