Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64675
تاریخ انتشار : سه شنبه 12 وری 1399 ساعت : 22:09:46

د کورونا په اړه څه کولی شی؟

 تاسو د نوي کوروناویرس د خپریدو په ورو کولو کې مهم رول لوبولی شی. ستاسو په شخصی چلند که کوچنی بدلونونه کولی شی د کورونا ویروس د ودی په ورو کولو کی اړین رول ولوبوی، تر سو روغتونونه د کورونا د ناروغانو څخه ډک نه شی او قضیی کمی شی او تر څو ساینس پوهان درملنه را مینځته کړی او په نهایت که یو واکسین شی. دلته د ډاکټرانو او عامه روغتیا متخصصینو څخه ځینې عملي مشورې دي چه ترڅو خپل ځان او خپله ټولنه خوندي کړي.


♦ هڅه وکړی چه ناروغ نه شی.
خپل ځان او نور د ناروغ کیدو څخه وساتی او د کورونا د ناروغۍ خپریدل ورو کړی. ز موژ څخه ډیری شاید په یو وخت که د کورونا ویروس باندی اخته شو او هغه وخت که یوازی لګ ناروغی تجربه کړو، ځکه چه لوړ خطر لرونکی خلک هغوی د چه عمر یی ډیر او موجوده روغتیایی ستونزی هم لری لکه شکر، د زړه تکلیف، فشار، نفس تنګی او داسی نور او د دوی خوندی پاتی کیدو لپاره د هر چا په کارونو پوری اړه لری. که چیرته وقایوی لارښونی عملی نه کړو نو یو کس کولی شی د ویروس په خپریدو که او که چیرته لارښوی عملی کړو بیا له منځه وړولو که اړین رول ولوبه وی، ریاضی پوه (ادم کوچارسکی) په وینا چی د یو میاشتی په جریان کی یو اخته کس نګدی ۴۰۰ خلک نور په کورونا ناروغی اخته کولی شی.


♦ خپل لاسونه په صحیح طریقه وینځی
په صحیح طریقه د لاسونو مینځل د ویروس او میکروبونو د مخنیوی لپاره ډیر اړین ده، مګر موژ ټول دا غلطه تر سره کوو. خپل لاسونه و ینځی (د اوبو تودوخه مهمه نه ده)، صابون په کلک لاس که ونیسی په دواړو لاسو یی ووهی او تر ۲۰ پوری حساب پیل کړی او هره ګوته، نوکان، د لاسو مینځ، شاه او د ګوتو مابین خه پاک کړی. یوه بله لویه غلطی دا ده چه خلک خپل لاسونه د لاسو په ماشین باندی وچه وی داسی باید ونه شی او لاسونه مو په وچ کاغذ وچ کړی که چیرته کوم میګروب مو په لاسو پاتی وی هغه لری شی او بعد له هغه نه بیا پر کوم ځای لاس مه ګدی او مه لمسه وی.


لاس پاکونکی مایع
که چیرته له تاسو څخه د لاس مینځلو ځای لری وی نو خپل لاسونه مو په لاس پاکونکی مایع چه ۶۰ فیصده الکول په که وی پاک کړی، لکه څنګه چه لاسونه مو په اوبو او صابون پاکوی همغه سی یی پاک کړی تر څو مو لاسونه پاک پاتی شی.


خپل لاسونه ورځ څو څو دفعی ومینځی
د عومی عمل په توګه، کله چه له کور څخه وځی خپل لاسونه پاک کړي تر څو نور ستا د لاس له جرم او میکروبونو څخه وساتل شی، کله چه خپل ځای ته ورسیدی بیا د لاسونه و مینځه ولی چه په لاره شاید چه په دستګیر، لیفت او یا هم بس که د کوم ځای باندی لاس ایخی وی چه هغلته میکروبونه او جراثیم وی. د ډوډی اماده کولو او خوړلو د مخه او وروسته لاسونه ومنځی او همداسی چه کله د ماشوم پمپر بدلوی باید د مخه او وروسته لاسونه ومنځل شی.


♦ د مخ د لمس کولو عدت له مینځه ویسی
که تاسی بیرون یاستی او لاسونه مو نه وی مینځلی او غواړی چه ځپل مخ لمس کړی، نو داسی ونه کړی او همیش باید تاسو سره یو بار مصرف کاعذ وی چه تر سو هغه باندی خپل مخ، یا غوګ وګروی او بایی وارتیګی.


خپل کور پاک وساتی
د ساری ناروغی متخصیصین وایی چه میکروب او جراثیم کولی شی چه ستاسو کورو ته هم راشی، په د خاطر ډیره اړینه ده چه خپل کور همشه پاک وساتی او پر هغو ځایو باید ډیرتمرکز وکړی چه تاسی ډیر لمسوی لکه د دروازی لاستی، تلویزیون ریموت، د ګروپ د لګیدو تکمه، یخچال، د نلونو لاستی او داسی نور چه باید ډیره توجه ورته وشی او همیشه پاک کړی شی. کله چه تاسو له بیرون څخه کور ته راځی همیش په یاد ولری چه اول باید خپل لاسونه ومینځی او بیا هغه ځایونه چه تاسو لمس کړی.


♦ خپل تیلفون پاک کړی
هغه میکروبونه او جراثیم چه ستاسو په میز، لاس او مخ باندی وی شاید هم چه ستاسو په تیلفون باندی وی، کوښښ وکړی خپل تیلفون پاک وساتی، له چاسره یی مه شریکوی. لا تر اوسه دا تاید شوی نه ده چه د تیلفون د لاری کوم انسان ته د کورونا وایرس انتقال شوی وی، بیا هم اړین ده چه پاک وساتل شی، د اپل شرکت وایی چه خپل ایفون مو په isopropyl ، Alcohol Wipe یا هم Clorox  پاک کړی او بلیچ ونه کاره وی.


د ټوخی یا آپرنجی په وخت که خپل مخ او پوزه په کاعذ یا په خپل مټ پټه کړی
کوښښ وکړی چه تنفسی اداب زده کړی چه په کومه طریقه ټوخی او اپرنجی وکړی چه نور خلک له میکروب او جراثیم څخه وساتل شی که چیرته تاسو کور که هم یی کوښښ وکړی چه کله ټوخیدی خوله مو په کاغ یا دستمال پټه کړی او وروسته یی وارتیګی او خالی لاس مو ورته مه نیسی او که داسی وکړی نو دا امکان لری چه د تلویزیون ریموټ، د دروازه لاستی او یا هم نل که تاسو یی وروسته لمس کړی ککړ کړی. او که چیرته تاسو سره کاغذ نه وی بیا کوښښ وکړی خپل مټ ورته ونیسی ولی که هلته جرم په نستوڼی پاتی شی نو موژ هغه خپل مخ یا کوم بل ځای پری نه لمسوو او بیا جرم هلته مری.


♦ ټولنیز واټن وساتی
کوښښ وکړی چه له کور نه باندی وتلی او په کوم ځای که چه ډیر خلک وی مه ورځی، که چاسره مو خبری کولی او ورسره ولاړ وی ډیر زیات کوښښ وکړی چه حد اقل باید ۱ متر فاصله مو تر مینځ وی ولی که چیرته هغه بل نفر په کورونا ناروغی اخته وی او وټوخیګی نو د هغه د ټوخی څاڅکی تر تا نه سی در رسیدی په د خاطر ډیر اړین ده چه یو متر واټن ما بین که ولری، د ستړی مشی په وخت که له لاس ورکول، غیګه ورکول او مچو اخیستلو څخه جدی ډډه وکړی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.