Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64697
تاریخ انتشار : دوشنبه 18 وری 1399 ساعت : 17:39:05

د ایران حکومت اوملت دامریکایی چارواکو په خبرو باورنلري

ښاغلی موسوی نن په خبرې غونډه کی چی د ویډیویی کانفرنس ترسره شوه ، پر دې په ټینګار سره چی درست نړیوال دامریکا په ظالمانه او غیر قانونی بایکاټونو اعتراف لري ، زیاته کړه د امریکایانو له دغو ادعاګانو سره سره چی درمل ، خوړه او طبی تجهیزات بایکاټ ندي ، خو عملا ایران ته د دهغو د ورتګ لاره تړل شوی ده .

د ایران د خارجه وزارت ویندوی سید عباس موسوي د دې خبرې په کولو سره چی د ایران حکومت اوملت د امریکایی چارواکو په خبرو باور نلري وویل ایران له امریکا د طبی او درملیزو مرستو د ورلیږلو لپاره هیڅ غوښتنه نده درلودلی .

ښاغلی موسوی نن په خبرې غونډه کی چی د ویډیویی کانفرنس ترسره شوه ، پر دې په ټینګار سره چی درست نړیوال دامریکا په ظالمانه او غیر قانونی بایکاټونو  اعتراف  لري ، زیاته کړه  د امریکایانو له دغو ادعاګانو سره سره چی درمل  ، خوړه او طبی تجهیزات بایکاټ ندي ، خو عملا ایران ته د دهغو د ورتګ لاره تړل شوی ده .

موسوی د دې خبرې په کولو سره چی ځینې هیوادونه هڅه کوی د کرونا ویروس له خپریدا ناوړه استفاده وکړي ، جوته کړه ایران له درستو خپلواکه او متمدنه هیوادونو  هیوادونو غواړی چی د امریکا بی اساسه ، غیر قانونی او ظالمانه بایکاټونو ته پام ونکړی  تر څو د یوه بل په مرسته دغه ستونزه ختمه شی .

د ایران د خارجه وزارت ویندوی همداراز  له هغو درستو ملتونو او حکومتونو سره د خواخوږۍ د څرګندولو په ترڅ کې چی کرونا پکې خپره شوی ، وویل څه د پاسه دیرشو هیوادونو او یو شمیر نړیوالو ادارو له کرونا سره د مقابلې په زمینه کې  له ایران سره مرسته کړي ده .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.