Share/Save/Bookmark

کد مطلب :64698
تاریخ انتشار : دوشنبه 18 وری 1399 ساعت : 17:42:26

طالبان: امريکا د سولې هوکړه نقض کړې

طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو سر ويلي چې دوی له امریکا سره د سولې تړون ته ژمن دي او دا هغه څه دي چې خپله امریکایانو هم منلي دي؛ خو اوس امريکا دغه هوکړه نقض کړې ده.

په ياده اعلامیه کې راغلي چې  طالبانو په ځلونو له افغان لوري سره خبرو اترو ته چمتووالی ښودلی ترڅو په هېواد کې یوې سياسي حل لارې او تلپاتې سولې ته ورسېږي؛ خو دې لپاره شرط دا و چې لومړی ۵ زره طالب بندیان خوشې شي چې دا کار لا هم په بهانو ځنډول کېږي.

طالبانو ویلي، دوی له امریکا سره هوکړه کړې وه چې د د سولې د هوکړې له لاسليک نه وروسته به د افغان حکومت په ټولو اډو او کلیوالي سیمو کې بریدونه پیل کړي؛ خو دوی لا هم په لویو ښارونو کوم برید نه دی کړی او نه یې په لویه کچه نظامي عملیات ترسره کړي، خو امریکا او متحدینو یې بیا له هوکړې سرغړونه کړې ده.

طالبانو د بندیانو نه خوشې کول، د طالبانو په مرکزونو بریدونه، د شپني عملیاتو دوام او پر ملکي کسانو هوايي بريدونه، له هوکړې سرغړونه یاده کړې.

اعلامیه کې د طالبانو له قوله راغلي: «موږ له امریکایانو په کلکه غواړو چې د تړون شرایط پلي کړي او د دوی نور همکاران د تړون له بشپړې څارنې خبر کړي.»

طالبانو همدا راز خبرداری ورکړی چې د بریدونو په دوام ښايي دوی هم اړ شي چې غچ واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغان ځواکونو د طالبانو له بریدونو زیاتیدو وروسته د دفاع وزارت هم خپلو ځواکونو ته د فعال دفاعي حالت امر کړی او د برید په صورت کې یې د طالبانو د ځپلو امر کړی دی.

له همدې کبله افغان ځواکونه وایي، ځینو ځایونو کې دوی اړ کېږي چې تاوتریخجن طالبان وځپي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.